1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي شورا غړي د خبرو له پاره اسلام آباد ته تللي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۹, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله د افغانستان د سولي د عالي شورا لوړپوړی استازی له افغان طالبانو سره د خبرو له پاره پاکستان ته رسېدلی دی. خو د خبرو د وخت او ځای په اړه څه نه دي ويل سوي.

https://p.dw.com/p/1ALYT
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

افغان او پاکستاني مشران تيره مياشت په لندن کي داسي یوې موافقې ته سره ورسېدل چي اسلام آباد به د کابل له پاره له طالبانو سره د خبرو زمينه برابروي.

يوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د افغانستان د سولي د عالي شورا لوړپوړی پلاوی پاکستان ته رسېدلی او له طالبانو سره به خبري وکړي. خو دغه چارواکي د خبرو د ځای او وخت په اړه څه نه دي ويلي.

کابل له طالبانو سره د خبرو له پاره ملا عبدالغني برادر چي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اعتباري سړی وو تر ټولو غوره لار ګڼي. ملا برادر چي د پاکستان په یوه زندان کي بندي وو پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولي په پروسه کي د حرکت راوستلو په سبب آزاد کړ. خو اوس هم په دغه هيواد کي تر څارني لاندي دی.

دغه چارواکي چي نوم يې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي د افغانستان د سولي د عالي شورا استازی د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د افغانستان د سولي عالي شورا تر اوسه پوری د دې سفر په اړه څه نه دي ويلي او نه هم طالبانو دا خبره تاييد کړې ده چي ګويا د دوی د خبرو مشري دي ملا برادر وکړي.

افغان وسله والو طالبانو هر وخت د ولسمشر کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره خبري رد کړي دي او وايي چي هغه د امريکا لاس پوڅی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څه مونده مخکي ويلي ول چي افغانستان له کلونو راهیسي په دې لټه کي دی چي پاکستان، د سولي د پروسې ملاتړ ته وهڅوي خو لا تر اوسه هم دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د دغه وزارت وياند موسی زي وویل چي یوازي هغه وخت د سولي د پروسې په برخه کي د پاکستان پر ریښتنې همکارۍ باندي باور کولای سي چي دغه هیواد په عمل کي دغه کار تر سره کړي: «په دې اړه هیڅ کوم داسي تضمین موجود نه دی. یوازنی تضمين د رامنځ ته سوو فیصلو په تړاو عملي گامونه کیدای سي. په لندن کې د درې اړخیزه غونډي تر تر سره کیدو وروسته خبري اتري مثبتي وي او موږ هیله من یو چي د پام وړ یوه نتیجه به په لاس راوړو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چي سوله نه یوازي د افغانستان په خیر ده، بلکي پاکستان هم له هغې څخه گټه اخلي. موسی زي زياته کړه چي پاکستان هم د ترهگرۍ قرباني دی او په هغه صورت کي چي د افراطي ډلو فعالیتونه ادامه ومومي پاکستان به خپله هم خوندي نسي پاتېدای.