1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي لپاره د مدني ټولني د فعالينو هڅي پيل شوي دي

۱۳۸۹ اسفند ۹, دوشنبه

د افغانستان لانجه پوځي حل نه لري.دغه راز سوله يواځي د جګړي د اړخونو ترمنځ د سياسي خبرواتروله لاري هم ممکن نه ده. مدني ټولنه بايد په کليو او بانډو کي د سولي چيغه پورته کړي. دا خبره د فراه ولايت په يوه سيمنار کي عنوان شوه

https://p.dw.com/p/R4zh
د هرات په ولایت کی ماشومان د سولی په هیله رسامی کوی
د هرات په ولایت کی ماشومان د سولی په هیله رسامی کویانځور: DW
په فراه ولايت کي مدني ټولنو فعالينو سره د سولي دري ورځني سيمنار بشپړ شو. ګډونوال وايي چی هغوی به په دي سربيره چه په خپل ولايت کي ب د دي سيمنار زدکړي نورو ته ورسوی، ګاونډيو ولاياتو ته به په سفر کولو سره د سولي په موخه سفرونه وکړي.

دغه ورکشاپ غرب زون کي د ملي اردو د همغږي دفتر په نوښت جوړ شوي وه. د هغه ګډونوال د سولي اوملي پيوستون د يو شمير مامورينو

دغه ورکشاب دري ورځي دوام وکړ او په داسي لارو چارو سلا مشوري سره وشوي چه څنګه په هيواد، په ځانګړي ډول فراه کي سوله راتلي شي؟

د مجلس ټولو حاضرينو په يوه خوله له سولي پلوي وکړه او وويل چي په خپل ولايت کي سربيره نورو ولاياتو کي هم د دغه پروګرام لپاره سفرونه وکړي.

د سيمنار يوه چلونکي ډګروال شولګري وويل برخه والو ژمنه وکړه چي د طالبانوپه شمول به جګړه کي ښکيل ټولو ډلو ته د سولي په نيت د هغوي په ادرس هرچيري چي وي ورشي دسولي هيله به تري و کړي.

هغه وويل:«دمدني ټولنو په استازو سربيره زمونږ ورکشاپ کي 60 تنه ولسي مشرانو دلته حضور درلود. هغوي ټولو سوله د هيواد لپاره اړينه وبلله.»

شولګري يادونه وکړه چي د مشرانو پريکړه دا وه چي «د خاک سفيد او بکوا ناامنه ولسوالي څخه به دوي د سولي او پخلايني کار پيل کړي، دهر طالب کورته به ورشي غوښتني به يي واوري،په قناعت ور کولو سره به يي د سولي کاروان سره ملګري کړي.»

د غونډي يوه بل ګډونوال حاجي خان وويل چي له 30 کلونو را په دي خوا افغانستان د جګړي په ډګر بدل شوي. هغه ياددونه وکړه : «جګړه پر افغانانو تپل شوي ده.» هغه وويل چي يواحي خله افغانان دي د دي جګړي لړي ته خاتمه ورکړي او دوي بايد اجازه ور نه کړي چي د « پرديو په اشاري» د خپل وطن بچيان د جګړي په اور کي وسوځي.

له وسله واله طالبانو سره د سولي پروګرام افغان ولسمشر حامد کرزي لا د مخه پيل کړي دي، دامريکا متخده ايالاتو په شمول، نړيواله ټولني يي ملاتړ اعلان کړي دي.

خو د طالبانو د وسله والي ډلي له خواه نه يوازي په رسمي ډول دغه پروګرام لا منل شوي ندي، بلکي ويندويانو يي خبري رسنيو سره په خپله پخواني خبره ټينګار کړي چه ګواکي افغانستان کي « د بهرنيو ځواکونو د حضور» په صورت کي سولي ته ندي تيار.

د ناتو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک له افغان حکومت سره د لزبن د تير ميلادي کال د نومبر په مياشت کي موافقه وکړه چي وروسته 2014 کال به خپل جنګي سرتيري په بشپړه توګه وباسي. افغانستان ويلي دي چي سر له نوي هجري لمرايز کال څخه په په ځينو ولاياتو کي امينتي مسووليت په غاوه واخلي.

هرات/ شرفیار

کتونکی: عبدالباري حکيم