1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي مشورتي جرګه د ثور پر 12 راغوښتل کيږي

۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبه

د افغانستان د پوهني له وزير ډاکټر فاروق وردګ سره د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو ځانګړې مرکه...

https://p.dw.com/p/MtDV
په کابل کي د لويي جرګې خېمه
په کابل کي د لويي جرګې خېمهانځور: AP

دويچه ويلي: د سولي ملي مشورتي جرګه د کومي انګېزې له مخه جوړيږي او دا مهال يې تخنيکي او لوژستيکي چارې په کوم پړ او کي دي؟

فاروق وردګ : د تېرو کلونو راهيسې چې د بن د توفقاتو له مخې موقته اداره جوړه شوه بيا اضطراري لويه جرګه راغله قانون اساسي جوړ شو انتخابات وشول ملي نهادونه جوړ شول د بيا رغونې چارې پيل شوې په کافي توگه کار شوى خو د نظام اساسي هدف چې هغه ډاډمنه سوله ده تر دې دمه لا د ا ستونزه نه ده حل سوې. ځکه نو د سولي د تامين د پاره د سولي ملي مشورتي جرګه جوړيږي او دا ډېره مهمه ده، چي پکښي د خلکو سره مشوره وسي او د دوامداري سولي لپاره لاري چاري ولټول سي.

دويچه ويلي: داجرگه څه ډول جرگه ده او څه وخت جوړيږي؟

وردګ: جرگه به د 13000 کسانو په گډون، چي د ټول ملت د خلکو استازي به پکښي گډون وکړي د ثور د مياشتې پر دولسمه نېټه په کابل کي د لويي جرګې په لويه خيمه کي جوړيږي، چي دا وخت يې د جوړولو چاري چټکي رواني دي او شاوخوا درې سوه کسان د دې جرګې د جوړېدو په چارو بوخت دي. د جرگې د غړو ليست هم د پشپړېدو په حال کي دى او په سلو کي اتيا کارونه تر سره شوي دي. د دې جرگې نه زياتي هيلي کيږي او موږ باور لرو، چي د ټوپک له لارې هيڅ نه دي سوي خو دغه جرګه به وکولای سي تر ډېره بريده سوله ټينګه کړي.

دويچه ويلي: ويل کيږي چي په دې جرگه کي مخالفينو ته ونډه نه ده ورکول سوې د دې موخه څه ده؟

وردګ: موخه يې دا ده چي د مخالفينو سره د خبرو اترو لاره خلاصه سي دا يو ملي کار او ملي مشوره ده. دولت له ملت نه سلا او مشوره غواړي چي څه ډول خبرې وکړي چېري يې وکړي او په کوم ميکانيزم سره يې وکړ ي.

دويچه ويلي: د مخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډيورنډ د دواړو غاړو د پښتنو د امن جرگه جوړه سوې وه خلک پوښتنه کوي، چي د دې جرگې برخليک څنګه سو؟

فاروق وردګ: د امن د جرگې ډېري لاسته راوړني، چې يوه بېلگه به يې درته ووايم هغه داده، چي د امن د گډي جرگې نه وروسته به چي موږ هر څومره چيغي وهلې، چې افغانستان اوسنى تلکيف چي دى عامل تجهيز او تمويل يې په پاکستان کي دی چانه منله؛ خود ا من د گډي جرگې د جوړيدو څخه وروسته په سياسي مشوره اوس دا فهم موجود دى او دپاکستان جمهوررئيس د پاکستان صدرعظم او د پاکستان د پوڅ مشر اوس وايي چې هو داخبره سته او د پوځي مزاحمت عاملين همدلته دي.

يا په بله وينا د دې جرگې په برکت، چي د افغانستان او پاکستان تر منځ کوم اعتماد را منځته سوى دى دمخه نه وو.

کابل/ جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل