1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي ملي مشورتي جرگه په دوهمه ورځ روانه ده

۱۳۸۹ خرداد ۱۳, پنجشنبه

نن هم په کابل کي دسولي په ملي مشورتي جرګه کي 1600 غړي په دې هکله خپلو خبرو او مشاجرو ته دوام ورکوي، چي څنګه کيدای سي د طالبانو سره د سولي يوه پروسه منځ ته راسي؟

https://p.dw.com/p/NgKI
د سولي د ملي مشورتي جرگې گډونوال
د سولي د ملي مشورتي جرگې گډونوالانځور: AP

طبعاً نن هم په کابل کي ډير سخت امنيتي تدا بير نيولو سوي. ځکه چي پرون د جرگي په لومړۍ ورځ طالبانو د کرزي د سولي نارو ته په ځانمرګي بريدونو توغنديو او د توپکو په ډزو جواب ورکړی.

دسولي د ملي مشورتي جرګي غونډه به سبا د جمعي په ورځ پای ته ورسيږي.

د جرګي دغونډي په پرانستونکې وينا کي ولسمشر حامدکرزي پر طالبانو ږغ کړی چي خپلي سلاوي پر مځکه کښېږدي. کرزي طالبان د ورڼو په نامه ياد کړي او ويلي يې دي، چي دغه مقاومت کونکي، چي شمېر يې زرهاو ته رسيږي، دوئ ټول د افغانستان دښمنان نه، بلکي عادي انسانان دي.

هغه زياته کړې موږ غواړو له دوی سره خبري وکړوخو. کرزي يو وار بيا داخبره جوته کړې ده چي د القاعدې د نړيوال اسلامي تروريستي سازمان سره به په هيڅ ډول خبري ونسي.

دسولي د ملي مشورتي جرګي د غونډي په لومړۍ ورځ طالبانو په يوه اعلاميه کي يوار بياخپله پخواني غوښتنه تکرار کړي، چي د سولي د خبرو د پيل څخه دمخه بايد ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووزي. ددوئ دا خبره دا مانا لري چي نه غواړي د کرزي د حکومته سره خبري وکړي.

کرزی: طالبان مو وروڼه دي ږموږ غېږه ورته خلاصه ده
کرزی: طالبان مو وروڼه دي ږموږ غېږه ورته خلاصه دهانځور: AP

نن به د مشورتي جرګې غړي پر 28 کاري ډلو وويشل سي او د تړلو دروازو ترشا به په دې هکله خبري وکي،چي په کوم چوکاټ کي د مخالفينو سره دسولي خبري پيل کيدای سي.

و لسمشر حامد کرزي د خپل کار ددوهم پړاو مهمه دنده د مقاومت کونکو سره د روغي جوړي مسئله ګڼلې، چي په دې لاره کي د سولي د ملي مشورتي جرګې جوړول د هغه د حکومت لومړی اقدام بلل کيږي.

داچي ددې جرګي څخه به په افغانستان کي دسولي اود يوې ملي پخلايني دپاره لاره هوار ه سه او که څنګه په دې هکله د آلمان په ځينو ورځپاڼو کي هم تبصري سوي.

دRheinische Post المانۍ ورځپاڼه ليکي،« دا چي دسولي د مشورتي جرګي د رابللو د پاره په کابل کي12000 نور امنيتي ځواکونه د امنيت د ساتني او د حتمالي پيښو د مخنيوي دپاره ځای پر ځای سوي دي دا پخپله ددې حقيقت ښکارندوي دي،چي طالبان به دغي جرګې ته په وينو تويلوسره جواب وايي.

ورځپاڼه زياتوي دا نوي خبره نده چي کرزی پر طالبانو ږغ کوي، هغه تر اوسه څو واري پر هغو داسي ږغونه کړي خو طالبانو په ډانګ پېيلې کړې، چي په افغانستان کي د بهرنيوځواکونو په موجوديت سره دوئ د سولي خبري نه کوي.

DPA / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل