1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولې بهیر به تر ۲۰۱۵ کاله پایلې و نه لري»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ تیر ۲۰, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وايي چې د افغانستان حکومت د سولې هڅې به تر ۲۰۱۵ کال پورې پایلې و نه لري. هغه زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو له پاره جګړه ختمیږي خو نه د افغانانو له پاره.

https://p.dw.com/p/1964I
انځور: picture alliance / Ton Koene

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویګاداس اوساکاس، د چهارشنبې په ورځ په جینوا کې د امنیتي پالیسې مرکز ته په وینا کې وویل: «اروپايي ټولنه د افغانانو په مشري د پخلاینې د خبرو اترو ملاتړ کوي. دا چې هغول د کومو چاینلونو له لارې خبري پر مخ وړي، هغوی پورې اړه لري.»

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویګاداس اوساکاس
د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویګاداس اوساکاسانځور: Yossi Zamir/Flash90/Getty Images

افغان حکومت له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له خپلو وسله والو مخالیفینو سره سوله وکړي او په دې ترتیب سره د افغانستان جګړې ته د پای تکی کیږدي. خو د سولې بهیر تل له ستونزو سره مخامخ شوی دی. په لومړي سر کې خو طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوله، خو کله چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانیست نو افغان حکومت د هغوی د دفتر د پرانیستل کیدو پر څرنګوالي باندې نیوکه وکړه او له خبرو کولو څخه یې ډډه وکړه. اوس داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې طالبانو په موقت ډول په قطر کې خپل دفترتړلی دی.

اوساکاس چې له څه باندې درو کلونو راهیسې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی دی وایي: «که سړی واقعبینانه موضوع ته وګوري نو زه تر ۲۰۱۵ کاله پورې [د سولې په بهیر کې] د کوم لوی پرمختګ چانس نه وینم.»

طالبانو په قطر کې خپل دفتر د روان کال د جون میاشتې په ۱۸ نیته پرانیست. دا په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د سولې د بهیر تر ټولو لوی پرمختګ وو. امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې له افغانستان څخه تر وتلو مخکې له طالبانو سره د سولې یوه موافقې ته ورسیږي. پلان شوې ده چې د ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستانه ووځي. اوس چې دغه وخت د نزدې کیدو په حال کې دی، نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې د بهیر په برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوساکاس ټینګار کوي چې سولې ته د رسیدو له پاره وخت ته اړتیا شته. هغه وايي: «موږ د دوحي د دفتر په تړاو بدلونونه څارو [...] موږ پوهیږو چې سوله او پخلاینه ځغم او او ثابت کار ته اړتیا لري.»

په همدې حال کې نړیواله ټولنه پر افغان حکومت باندې هم فشار راوړي چې خپلې ستونزې چې پکې ادارې فساد هم شامل دی له منځه یوسي. دا په داسې حال کې ده چې اوساکاس وايي چې په افغانستان کې هر څه په یو وارې نه شي بدلیدای. هغه زیاتوي: «موږ باید د ولسمشر کرزي له حکومت څخه په پاتو میاشتو کې د معجزو او په عاجله توګه د ستونزو د حلیدو تمه و نه کړو. افغانستان له یوه ډیر کړکیچن وضعیت سره مخامخ دی. رښتیا خبره خو دا ده چې افغانستان به په ۲۰۱۴ کال کې د لیږد د بهیر تر بشپړیدو وروسته هم د جګړې تر اغیزې لاندې او یو بې ثباته هیواد وي.»

ویل کیږي چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر په موقت ډول تړلی دی.
ویل کیږي چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر په موقت ډول تړلی دی.انځور: AFP/Getty Images

اوساکاس ټینګار کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته ښايي د نړیوالو ځواکونو له پاره په افغانستان کې جکړه پای ته ورسیږي خو د هغه په اند پخپله افغانان به بیا هم له لویو ستونزو سره لاس او ګریوان وي. هغه وايي: «په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالې ټولنې له پاره ښايي جګړه پای ته ورسیږي. خو د جګړې اصلي لاملونه افراطيت، نه ځغم، بې سوادي او فقر به په افغانستان کې لا موجود وي.»

پر دې سربیره نړیواله ټولنه غواړي چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي او په دې هیواد کې له دیموکراتیکې او سوله ییزې لارې واک یوې نوې ادارې ته ولیږدول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب