1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې په خبرو کې د روسیې، ایران او هند د شاملیدو وړاندیز

شادي خان سیف / کابل۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

روسیې په داسي حال کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د ملاتړ اعلان کړی دی چې د افغان پوځ یوه پنځلس کسیزه ډله د روزني له پاره ياد هيواد ته روانه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1HraB
انځور: picture-alliance/dpa

تیر وختونه کابل او مسکو له دفاعي او اقتصادي لحاظه ډیره موده یو او بل ته نزدې ول. خو څوارلس کاله دمخه افغانستان ته د امریکا متحدو ایالاتو او د «ناټو» ځواکونو تر راتلو وروسته البته د روسیې په نفوذ کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي، تیره ورځ ویلي دي چې هیواد یې په افغانستان کې د داسي سیاسي تصفیې پلوی دی چې په سوله ییزه توگه د شخړي پای ممکنه شي.

د هغه دغه څرگندوني له دې کبله هم مهمي دي چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې په هکله د څلور اړخیزو خبرو اترو په ډله کې د روسیې، ایران او هند د شاملیدو وړاندیز کړی دی.

د ایران له فارس خبري آژانس سره په خبرو اترو کې حامد کرزي ویلي ول چې په افغانستان کې روانه اوسنۍ جگړه یوازې داخلي ستونزه نه ده، بلکې په وینا یې په دې کې بهرني قوتونه هم شامل دي او د دغې مسلې د هوارولو له پاره سیمه ایز قدرتونه، لکه روسیه، هند او ایران دې هم په خبرو اترو کې شامل کړل شي.

کله چې د روسیې له سفیر څخه په دې هکله پوښتنه وشوه نو ویې ویل چې دا یو مثبت نظر دی، خو په وینا یې د کابل حکومت په رسمي توگه په دې هکله له مسکو سره کومه اړیکه نه ده نیولې.

اوسمهال په څلور اړخیزو خبرو اترو کې پر افغانستان سربیره امریکا متحد ایالات او چین هم شامل دي. د څلورو اړخیزو خبرو اترو دریمه غونډه د شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام آباد کې وشوه. تر دغي غونډي وروسته پر طالبانو ټینگار وشو چې د رواني میاشتي تر وروستیو پوري د سولې په خبرو اترو کې په مستقیمه توگه ونډه واخلي.

د کابل حکومت او د چارو پوهان پر دې خبره موافق دي چې که چیرې په اپریل یا مارچ میاشت کې د دوبي د موسم تر پیلیدو د مخه د سولي خبري اترې پیل نه شي نو ښایي امنیتې وضعه لا پسې خرابه شي. که څه هم سږ کال د نورو کلونو په پرتله طالبانو د ژمي په موسم کې خپلې حملې جارې وساتلې خو په عمومي توگه ياغيان د دوبي په پیل کې د نوي یا پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو اعلان کوي.

افغان امنیتي ځواکونه اوس هم په بیلا بیلو جبهو کې په امنیتي عملیاتو بوخت دي. د یکشنبې په ورځ ۴۵ افغان امنیتي ځواکونه د روزونې د ترلاسه کولو په موخه روسیې ته ولاړل. په دې موخه په کابل کې د روسیې په سفارت کې جوړې شوې غونډې ته د روسیې سفیر مانتیسکي، وویل چې د ښه پوځي افسرانو د روزولو له پاره به د روسیې حکومت خپلي ټولي ممکنه مرستي وکړي.

د شنونکي عاشق الله یعقوب په وینا، بې له شکه چې روسیه یو لوی قوت دی. هغه له افغانستان سره د مسکو تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وایي: «خبره یوازې تر افغانستانه پوري محدوده نه ده. امریکا او روسیه ستر قدرتونه دي او د نړۍ په نورو برخو کې د هغوی د رقابت اغیز دلته هم شته. د دوی دواړو تر منځ د سړې جگړې له پاره هم افغانستان وروستی میدان وو نو وبه گورو چې حالات کوم لور ته پر مخ ځي.»