1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوماليا وضع څنګه او ولي مخ پرخرابيدو روانه ده ؟

۱۳۸۷ دی ۲, دوشنبه

دا د1993 عيسوي کال داکتوبر دريمه ده . د بلک هاک Black Hawk ماډل امريکايي جنګي هليکوپتر د موګاديشو د ښار مرکز ته نژدې کيږي .

https://p.dw.com/p/GLCp
په سوماليا کښي د انارشۍ او ګډوډۍ يو تصوير
په سوماليا کښي د انارشۍ او ګډوډۍ يو تصويرانځور: AP

په هيليکوپتر کښي د Dilta force ځانګړي ټولکۍ دي ،چه غواړي جنګسالار محمد عايدي ونيسي . خو د موګاديشو پر سر جګړه د امريکايانو او ملګرو ملتو دپاره په يوې بدبختۍ تبديله،اما د هاليووډ دپاره د يوه جالبه فلم د جوړولو په حيث .

د Black Hawk down فلم ،د سولي د ماموريت د نامامۍ په معني سره انتباه سو .

د ويشتل سوي هيليکوپتر څخه داسي وويل سول :«موږ ختم يو .دوي موږ وويشتلو »

د عايدي د مليشې لخوا ددغي ټولګۍ 18عسکر وويشتل سوه ، او د هغوي جسدونه پر سړکونو باندي کش سول . جهاني پوليس امريکا بيا تر هغه ورسته د سولي په هيڅ کم ماموريت کښي برخه وانخيسته .

د 1992 څخه تر 1995 عيسوي کال پوري په سوماليا کښي د شين خوليانو ماموريت درې کاله دوام وکۍ ، او په هغه کي 28 زرو عسکرو برخه درلوده . په دغو عسکروکي د اولي پلادپاره د جرمني 4000 عسکروهم برخه اخيستې وه ،چه هلته يې څهان وکښل او کلينيکونه يې جوړ کړل .

هغه اساس چه 18 کاله مخکي د ديکتاتور سيد باري د چپه کيدو په نتيجه کښي ايښوول سوي ؤ، تر هغه وروسته يې اور هميشه تازه سوی دی ، او ددولتي نظم پر ځای ،ګډوډۍ ،وژنه او خرابۍ رامنځته سوې .

جالبه داوه چه دوه کاله مخکي اسلامي تندلارو د جنګسالارانو وحشت او ترور ته خاتمه ورکړه . په نايروبي کي دJomo kenyatta د پوهنتون رييس علي مزروعي ويلي وه .« اسلامي تندلارو په سوماليا کي داسي امنيت راوستلي دي ،چه ددوي دمخه هيڅ بل چا دا کار نه ؤ کړي . تر هغه وروسته چه هر څه دمنځه تللي وه ، د قانون او حق په مقابل کي احترام بيرته رامنځته سو . »

خو فقط اوه مياشتي وروسته دغه مؤقتي حکومت ته چه په دې منځ کي ډير کمزوری سوی ؤ،د امريکا او ايتوپيا په مرسته خاتمه ورکول سوه .

واشنګټن سوماليا ته د القاعده د شبکې ديوه مرکز په سترګه ګوري ،او تر هغه وروسته يې څو واري په سوماليا کښي د شکمني ترهګري شبکې پر مرکزونو باندي هوايي حملې کړي دي .

علي مزروعي چه د نيويارک په پوهنتون کي هم درس ورکوي ،پر هغه باندي انتقاد کوي ،او وايي : « امريکا د هوا د لاري څخه کلي ولي ،ځکه چه هغوي هلته د القاعده د طرفدارانو د اوسيدو احتمال ويني ،خو په هغه کي په سلهاوو بېګناه خلګ وژل کيږي ،چه دغه ډول هوايي حملې به مشکل نور هم سخت کي . »

د سوماليا د اوسني مؤقتي حکومت تر شا چه په حقيقت کښي کاملأ دمنځته تللي دي ، جنګسالاران او محتکرين پټ دي .

د ايتوپيا قواوي غواړي ددغه کال تر پايه پوري د سوماليا څخه ووزي ،هلته د افريقا د اتحاد دسولي ماموريت ناکانه سوی دی ،او اسلاميسټان د پرمختګ په حال کي دي .

نړيواله مرستندويه سازمانونه خپل مامورين د امنيتي دلايلو په خاطر دسوماليا څخه باسي .

درې مليونه سوماليايان د لوږي سره مخامخ دي ،چه 6000 انسانان د هغه له کبله سږکال مړه سول .

خو ملګري ملتونه ځان پداسي حالت کښي نه ويني ،چه هلته د سولي په خاطر قواوي وليږي .