1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سونامي د سونو زرو قربانیانو د یادون لسمه کالیزه

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۵, جمعه

په لومړي سر کې ځمکه ولړزیدله، بیا سمندري څپې راغلې: لس کاله دمخه د هند په سمندر کې یو تباه کوونکی توپان (سونامي) را وخوڅېد او۲۳۰ زره انسانان یی ووژل. په ناورین ځپلو هیوادونو کې نن په زرونو خلکو د قربانیانو یادون وکړ.

https://p.dw.com/p/1EAEK
انځور: Getty Images/Ulet Ifansasti

د اندونیزیا په «آچه» سیمه کې یو شمیر خلک په مسجدونو او کلیساو کې سره راټول شوي دي، څو د سونامي د وژل شوو قربانیانو یادون وکړي. کابو هر یوه د خپلي کورنۍ یو یا څو غړي له لاسه ورکړي دی. ځیني نور خلک ډله يیزو قبرونو ته ولاړل او خپلو مړو ته ېې دعاوی وکړي.

د اندونیزیا د « بنده آچه» په ستر مسجد بیت الرحمن کې په زرونو خلک برايي شپه راټول شوي ول . له هغو سره په سعودی عربستان کې د مدینې منورې د نبوي مسجد امام علی جابر، په دعاو کې شریک شو او د اندونیزیا د سونامي د قربانیانو په دعا کې وویل: «دغه سمندري توپان کومه خدايي سزا نه وه، بلکي هغه یو خبرداری وو، چې موږ نور هم خدای ته رجوع وکړو.»

اندونیزیا تر ټولو نور زیات قرباني ورکړه

د ۲۰۰۴م کال د مسیحي میلاد «کریسمس» په دوهمه ورځ د اندونیزیا د سوماترا ټاپو په مخکي یوې ډيري پیاوړي زلزلې تر ۲۰ مترو پوري لوړي څپې جوړي کړې. دغو څپو نه یوازي په اندونزیا، تایلند، سریلانکا، بلکي په لیري هیوادونو لکه مدغاسکر او تانزانیا ساحلي سیمو کې هم خپلي اغېزې ښکاره کړې. خو د اندونیزیا په «آچه» ولایت کې د سوماترا ټاپو تر ټول زیات د اوبو تباه کوونکو څپو وځپلې. یوازي په دغه ولایت کې ۱۷۰ زره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال، یوسف کالا د نړۍ له ټولو خلکو څخه مننه وکړه چې د سونامي د قربانیانو سره يې خواخوږي وښودله او د دغه مصیبت ځپلي سیمي په بیرته رغاونه کي يې مرستي وکړی. هغه وویل: «ما هیڅکله دغه ډول یو ستر پیوستون او سخاوت په یاد نه دی.» هغه له نړیوالي ټولني څخه د مرستو په خاطر مننه وکړه.

آلماني ژبو خلکو په تایلند کې د سونامي یادون وکړ

د تایلند په جنوب کې څه د پاسه سل تنو آلماني ژبو ارواح پالو په گډون په ځانگړو مراسمو سره د سونامي د قربانیانو یادون وکړ. د «خاو لیک» په ساحلي ځڼدو کې د وژل سوو کسانو خپلوان سره راټول شول او په دعاوو سره یی د مړو یادون وکړ. په تایلند کې د آلمان سفیر، رولف شولڅ د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک پیغام ولوست. گاوک په خپل پیغام کې وویل: «د هغه وخت انځورونو وحشت د هیچا له یاده نه دی وتلی، هغه وحشت چې په یوه ستري څپې سره خلک وارخطا کړل، په گډودي او ویره کې ډوب کړل.» گاوک وویل چې له ناورین څخه ژوندي پاته شوي حتې نن هم ځوریږي. گاوک زیاته کړه. «له ډوبیدو څخه ویره، د خپل عزیز له لاسه ورکول، او په ورځو او کله هم په اونیو انتظار چې هغه به نن بیرته راستنیږي او یا سبا، دا ټول درد او رنځ له ځان سره لري.»

له مرسته کوونکو څخه مننه

د آلمان ولسمشر د ناورین د آلماني قربانیانو په نامه له ټولو ډاکترانو، ارواح پالانو او نورو مرسته کوونکو څخه چې د مړو په موندلو او بیا په ښخولو کې مرسته کړې، مننه وکړه. هغه دغه راز له ټولو هغو بسپنه کوونکو څخه هم مننه وکړه چې له ناورین ځپلو سره یی پرته له ځنده مرستې وکړی. د آلمان ولسمشر په خاصه توگه د سیمی له اوسیدونکو څخه مننه وکړه چې له ټپی او نورو بې وسه بهرنیو سیالانیانو سره یی خواخوږي او مرستې کړی دی. په تایلند کې په ۵۴۰۰ وژل شوو سیالانیانو کې ۵۳۴ تنه آلمانان هم شامل ول.