د سوچي د سرمشريزي په اجندا کي د افغانستان موضوع لومړيتوب لري
۱۳۸۹ مرداد ۲۷, چهارشنبهدغه راز به نوموړي مشران د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر نړيوالي ټولني ږغ وکړي چي د پاکستان سره د سېلاب ځپلو سيمو د خلکو سره مرسته وکړي.
ددې څلور اړخيزي سرمشريزي د اجندا په سر کي په افغانستان او د افغانستان-پاکستان په سرحدي سيمو کي د سولي او ثبات راوستل او ټنگول دي.
دا به د روسيې د سوچي په تفريحي ښار کي ددغو هيوادونو دوهمه سرمشريزه سي چي په خپل منځ کي سر کښېني. په اول دغه « څلورگوني» د ۲۰۰۹ ميلادي کال د جولای په مياشت کي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کي سره راټول سوي ول.
د روسيې مرستيال جمهورريس تيره ورځ په مسکو کي خبريالانو ته ويلي دي چي په دې غونډه کي پر دې باندي بحث وسي چي څنگه کيدای سي چي په افغانستان او د هغه په سرحدي سيمو کي چي د پاکستان سره يې لري ثبات ټنگ سي.
سرگي پريخودکا وويل چي په څانگړې توگه بايد د افغانستان د هغه پروسې څخه ملاتړ وسي چي په پلان کي ده تر ۲۰۱۴ کاله پور افغان امنيتي ځواکونو ته گام پرگام د هيواد د امنيتي چارو مسووليت ور وسپارل سي.
تيره مياشت د کابل په نړيوال کنفرانس کي پريکړه وسوه چي د ۴ کالو په ترڅ کي بايد افغان امنيتي ځواکونو ته د هيواد د امنيت مسووليت ور وسپارل سي.
پريخودکا وويل چي، د غونډي بله موضوع چي د روسيې د امنيت د پاره لومړي توب لري هغه د نشه يي موادو قاچاق دی.
« ددې تهديد مقياس وختي لا نړيوالي کچي ته رسېدلی دی»
د کريملين استازي ويلي دي چي،د افغانستان د نشه يي موادو د تهديد په وړاندي د روسيې دريز دادی چي، هم بايد په افغانستان او هم د هغه څخه د باندي پر ټولو هغه مرکزونو چي دغه مواد توليدوي او يا کيمياوي مواد ورته برابروي عمومي ستر بريدونه وسي.
هغه دغه راز يادونه وکړه چي د نشه يي موادو جنايت د تروريزم د اقتصاد د پياوړتيايوه کړۍ ده او دواړه نه شلېدونکي اړيکي سره لري.
پريخود کا وويل چي « روسيه پر دې باندي ډير حاصب کوي چي د نشه موادو پر ضد د مبارزې د پياوړتيا د پاره د« څلورگوني» همکاري غښتلې سي.»
د کريملين د معلوماتو د مخه په دې څلور اړخيزه خبرو اترو کي به د اقتصادي اړيکو د ټنگولو او د انرژۍ د پروژو د تطبيق په برخه کي د گډ کار کولو پر موضوع باندي هم خبري وسي.
د روسيې د مرستيال ولسمشر په خبره په پام کي ده چي د غونډي په پای کي د پاکستان سره د پيوستون او د سېلاب ځپلو سيمو سره د مرسته کولو يوه اعلاميه خپره سي.
په پام کي ده چي څلور سره مشراب به پر نړيوالي ټولني باندي ږغ وکړي چي د پاکستان د اولس سره اقتصادي او بشري مرستي وکړی.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم