1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویس د ټولپوښتنې پایلو اروپايي ټولنه مایوسه کړې ده

دویچه ویله/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۲ بهمن ۲۱, دوشنبه

په سویس کې د نوې ترسره شوې ټولپوښتنې پایلو د اروپايي ټولنې سیاستوال ناراحته کړي دي. وروسته له دې چې د سویس وگړو د مهاجرت د محدودیدو طرحې ته مثبته رایه وکړه، بروکسل ویلې دي چې له سویس سره به اړیکو ته له سره کتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1B61N
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي ټولنې کمیسیون د ریفرنډم یا ټولپوښتنې د پایلو تر اعلانیدو وروسته ویلي دي چې دغه طرحه «د اروپايي ټولنې او سویس تر منځ د آزاد تګ راتګ تړون سره په ټکر کې واقع کیږي.» د سویس د ټولپوښتنې د پایلو تر اعلانیدو سملاسي وروسته اروپايي ټولنې وویل چې له دغه هیواد سره به په خپلو ټولو اړیکو له سره غور وکړي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان مشر مارتین شولتڅ، ټینګار وکړ چې:« داسې نه شي کیدای چې دوی دې د اروپایي ټولنې د ګډ بازار د امتیازاتو له یوې برخې څخه استفاده وکړي او په بله برخه کې دې خپلې پښې اوباسي». دغه آلماني سیاستوال د خپلو خبرو په دوام وویل:« په دې اړه باید له سویس سره بحث او خبرې اترې وشي.»

د اروپا په پارلمان کې کې د بهرنیو چارو د جرگه گۍ مشر آلمار بروک، ویلي دي:«موږ نه شو کولای چې د دغې ټولپوښتنې پایلې بې له مخالفت څخه ومنو. داسې نه شې کیدای هر څوک یوازې هغه برخې چې په خپله ګټه يي وي ومني».

آلماني سیاستوالو د سویس هیواد د اوسیدونکو پر دغې پریکړي خپل خفګان ښوولې دی. د آلمان د ماليي وزیر ولفګنګ شویبله، وړاند وینه کوې چې: «د دغې ټولنپوښتنې پایلې به د سویس له پاره د ډیری ستونزو د رامنځته کیدو سبب وگرځي.» د شویبله په خبره د دغې ټولپوښتنې پایلې باید د ټولو آلماني سیاستوالو له پاره یو درس وي.

د سویس اوسیدونکو د کډوالۍ د محدودیت طرحې ته مثبت ځواب ووایه

د کډوالو په اړه د محدودیت له طرحې سره د سویس هیواد ۵۰،۳ سلنه وگړي موافقه لري. دغه محدودیت تر ټولو په لومړي سر کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د اتباعو په هکله عملي کیږي چې تر اوسه پورې به يي کولای شول بې له کومې ستونزې په سویس کې ژوند وکړي.

د سویس هیواد وگړو د یکشنبې په ورځ (د فبروري د میاشتې ۹مه) په یوه ریفرنډم یا ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې. د سویس د تلویزوني شبکې د رپوټ پر بنسټ د رایې تر شمیرنې وروسته معلومه شوه چې ۵۰،۳ سلنه د سویس وگړو دغې طرحې ته د «هو» ځواب ویلې دی او د اروپايي ټولنې د اتباعو د کډوالۍ د بهیر د محدودولو غوښتنه يي کړې ده.

تر اوسه پورې به د اروپايي اتحاديي د غړو هیوادونو اتباعو د یو کار یا شغل په پیدا کولو سره کولای شول بې له کومې ځانګړې اجازې په سویس کې استوګنه اختیار کړي. د کډوالو د محدودیت طرحه د سویس د ملي ګوند (SVP) له لوری مطرحه شوې وه. دې طرحې ته د سویس د وگړو له خوا تر مثبت ځواب ویلو وروسته ښایي د اروپايي ټولنې او سویس تر منځ پر لاسلیک شوي موافقتنامې له سره غور وشي. سویس د اروپايي ټولنې غړی هیواد نه دی، خو دغه هیواد د سوداګرۍ په برخه کې په لویه کچه د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو سره راکړه ورکړه لري.