1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيد جلال سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبه

سيد جلال کريم په کابل کي زېږيدلی څلوېښت کاله عمر لري د درو اولادونو خاوند دی. د هغه مرستيالان فيض محمد دقيق او بهسودي دي...

https://p.dw.com/p/IvsD

د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره کانديد سيد جلال د دويچه ويلي المان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي خپل نظر داسي څرکند کړ.

دويچه ويلي: تاسودكومى انګيزى له مخى دجمهوري رياست پست ته ځان كانديدكړ؟

سيد جلال: ماچى وليدل چى ډيره بى امنيتي ده په افغانستان كى داخلي جنګ دي فساداداري اواخلاقي زيات شوي ده اوښايسته سالاري وجودنلري افغانستان دفقرمشكلات لري ځوانان كارنلري خلك ډوډۍ نيلري له دي امله ماوغوښتل چى ځان كانديدكړم .ترڅودافغانستان خلكوته خدمت وكړم جنګ بندكړم فقيرانوته ډوډى اوكاراوځوانانوته دتعليم بندوبست وكړم

دويچه ويلي :هركانديديوه تګ لاره اوخط مشى لري ستاسودتګ لارى مهم ټكى كوم دي ؟

سيد جلال: زماتګ لاره داده چى دلته جنګ بندشي زه غواړم ددولت دمخالفينوسره خبري وكړم اوجنګ بندكړم دوهم زه غواړم چى خارجي قواوى دى ددرى اوپنځوكلونوترمنځ دهيوادنه ووځى دريم زه غواړم كونډويتيمانومعلولينواومعيوبينوته كمك وكړم كوپون وركړم اوژوندئى ښه كړم اومامورينوسره مرسته وكړم دځوانانودتعليم سويه پورته كړم كله چى دلته تعليمي سويه ټيټه ده داداري اواخلاقي فسادسره مبارزه وكړم.

دويچه ويلی: تاسووويل چى مخالفينوسره به خبرى وكړۍ داڅومره ممكنه ده ؟

سيد جلال: داډيره ممكن ده كوم تعريف چى دتروريزم دپاره ئي لرم دنوروسره توپيرلري زه وايم چى هره ډله دخارجيانوسره جنګيږي هغه تروريست نه دي هغاه ته زه دخاجيانوپه مقابل وسله وال مخالف وايم ځكه خودغسى كسانوسره زه مذاكرات كوى شم خودتروريست سره خبرى نه كيږي تروريستان هغه كسان دي چى ناحقه خلك وژنى خوهغه چى ددولت سره دفسادسره اوبي عدالتۍ سره مخالفت كوي هغوى ته تروريستان نه شم ويلي خبرى ورسره كوم اوجنګ بندوم.

دويچه ويلي:همدااوس ملي يووالى تامين نه دي اوقومي ژبنى توپيرونه شته دي كه تاسوجمهوري رئيس شي ستاسواقدامات به څه وي ؟

سيد جلال :مونږ اوتاسوټول افغانان يوزه نه پوهيږم چى دپښتون هزاره تاجك اونورنومونه ولي ياديږي زه افغانستان دافغان اومسلمان په نوم چلوم.

دويچه ويلي: كه چيرى تاسوخپلى موخى ته ورسيږي دښځودحقوقوپه هكله به موچلندڅه وي ؟

سيد جلال: ښځى په اسلام كى زيات حقوق لري هغه حقوق چى اسلام ښځوته وركړي دي هغه په غربي هيوادونوكى نشته دي په اسلام كى ښځى حق لري چى تعليم وكړى حق لري كاراوتجارت وكړى اوحق لري په ټولوچاروكى برخه واخلي .زه په دښځودحقوقونه دفاع كوم اوپه هره ممكنه وسيله به ورته دكاراوتعليم امكانات برابروو؟

دويچه ويلي: دافغانستان اوپاكستان ترمنځ يوه لانجه چى همدااوس شته دي دډيورنددكرښى مسئله ده ستاسوپه دى برخه كى څه وي ؟

سيد جلال:زه غواړم چى دګاونډيانوسهر ښه اړيكى ولرم په جنګ سره مسئلى نه حل كيږي زه غواړم چى ټول مشكلات دخبرودلارى حل كړم خوزه دجمهوررئيس په توګه په دى مسئلى شاوخوانوى كلونه تيرشوى دي اودافغانستان هيڅ رهبرپه دى غورنه دى كړى خوزه وايم چى اوس ددى وخت نه دى چى په دى مشكلاتوخبرى وكړوخوزه به دخلكونه مشوره واخلم چى هغوى څه غواړي اوڅ وائى.

دويچه ويلي: دامهال زمونږ په هيوادكى دايتلاف قواوي شته دي ددى ځواكونودوتلوپه برخه كى څه نظرلري ؟

سيد جلال: زه غواړم چى خارجي قواوي ددرى كلونه څخه ترپنځوكلونوپورى ووځى نړيواله ټ،لنه بايدداوخت زمونږ سره كمك وكړي چى وزارت دفاع داخلى اوملي امنيت تقويه كړي زماډيرفشاربه په دى وي دوهم داچى زه نه پوهيږم خاجي قواپه داخل دښارونوڅه كولي شي داچى زمونږ دولت دښارونوامنيت نه شي نيولي داسي حكومت څه معني لري دښارونوامنيت بايددولت ونيسي خارجي قواوى لوژيستيكي كارونه وكړي اوداخلي ځواكونوته ترننګ وركړي اويوه معاهده امضا شي ترڅومونږپوه شوڅه وخت وځي اوكه كوم بدكاروكړي څه ورسره كولي شو.بله داچى زه په افغانستان كى خاجي بنديخانى بګرام بندوم ګوانتانامواوابوغريب ټول افغانان دي چى امريكانيولي دي

دويچه ويلي: تاسودحامدكرزي انتظامي ته په كومه ستركه ګورۍ اوكه جمهوري رياست ته ورسيږي اوسنۍ نيمګړتيابه څنګه حل كړي ؟

سيد جلال:كرزي په تيرواوه كالوهيڅ شي نه دى كړي په وطن كى امنيت نشته بي امنيتي فقرفساد اداري زيات شوي دي زه غواړم شايشته سالاري راوړم افغانستان كى په قومي بنسټ حكومت نه كوم هغه كسان چى وړتياولري تجربه لري اوښه خدمت كولي شي دهغوي نه كاراخلم زه يوحزبي دولت نه جوړم.

دويچه ويلي: دچاپيريال ساتني په تيره بيادكابل د ښار او نورو سترو ښار و نو دككړتيادلرى كولولپاره به ستاسواقدامات څه وي ؟

سيد جلال :زه غواړم په متوازنهن توګه ټولوښارونوته كاروكړم ټول نفوس بايديوځاي ته رانه شي زه به داهل خبره سره خبرى وكړم چى څنګه كولي شم فابريكى اوامكانات په نوروولاياتوكى هم چمتوكړو چى خلكوته ددى ضرورت نه وي چى ټول جلال آباد اوكابل كى راټول شي مونږغواړوټول خلك بسيااوارام ژوندوكړي.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی زيارمل