1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سي آی اې د تحقيق او شکنجې په اړه رپوټ خپريږي

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۳ فروردین ۱۵, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د دغه هیواد د استخباراتي سازمان سي آی اې د تحقیق او شکنجې د میتودونو په هکله د رپوټونو د یوې برخې له خپریدو سره موافقه کړې ده. د تحقيق پرمهال شکنجه د بوش د واکمنۍ پرمهال کارېده.

https://p.dw.com/p/1Bbu5
انځور: Leon Neal/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د امنیتي کمیټې غړو په ۱۱ موافقو او ۴ مخالفو رایو سره د دغه هیواد د استخباراتي ادارې سي آی اې له خوا له تورنو کسانو سره د شکنجې د بې رحمانه میتودونو په هکله د رپوټ د یوې برخې له خپریدو سره موافقه کړې ده.

په دغه ۶۳۰۰ مخيز رپوټ کې د CIA له خوا له بندیانو سره د تحقیق پر مهال د شکنجې میتودونه په ډاگه شوې دي. د قانون جوړونکو د دغې پریکړي پر اساس به د دغه رپوټ لنډیز چې ۵۰۰ مخه به وي د رسنیو او عامه خلکو په اختیار کې ورکړل شي.

د امریکا د ملي ارزښتونو زیانمن کیدل

د سنا مجلس د استخباراتي جرگه گۍ مشري دیانا فاین شتاین، ویلې دي چې دغه رپوټ د هغو زورزیاتیو بیانوونکی دی چې په بشپړ ډول د امریکا متحده ایالاتو له ارزښتونو سره په ټکر کې واقع کیږي.

د دیموکرات گوند د دغي سناتوري په خبره تر ۱۰۰ ډیر زندانیان د تحقیق پر مهال په ډیره بې رحمانه توگه شکنجه شوې دي. فاین شټاین روښانه کړه چې دغه اعمال «د امریکا په تاریخ کې یو تور داغ دی او د بیا تکراریدو مخه يې باید ونیول شي.»

سناتوره فاين شتاين
سناتوره فاين شتاينانځور: ap

نوموړي زیاته کړه چې د جمهوریت غوښتونکي گوند سناتوران هم قانع شوي دي چې عام خلک هم باید د شکنجې د دغو میتودونو په هکله خبر شي.

ویل کیږي چې دغه رپوټ به په راتلونکې اوونۍ کې خپور شي. له بندیانو څخه د پوښتونو او تحقیق له بې رحمانه میتودونو څخه د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال کار اخیستل شوی دی.

تیره اوونۍ د دغه رپوټ د خپرولو پر سر د امریکا استخباراتي سازمان سي آی اې او د دغه هیواد د سنا مجلس د امنیتي کمیټې تر منځ جنجال رامنځ ته شوی وو.

د سپيني ماڼۍ ویاند جې کارني وویل چې ولسمشر بارک اوباما هم په همدې نظر دی چې د شکنجې د میتودونو په هکله د څیړنو پایلي باید د عامه خلکو په اختیار کي ورکړل شي.

په تیرو کلونو کې شکنجه

دغه رپوټ چې د سنا مجلس د امنیتي کمېټې له خوا جوړ شوی دی په ښکاره ډول ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو پر استخباراتي شبکې «د شکنجې د بې رحمانه میتودونو په هکله» لگېدلي تورونه تر کومي اندازې حقیت لري. دغه رپوټ د سي آی اې له خوا د کاریدونکي بې رحمانه شکنجې د میتودونو له جزویاتو څخه پرده پورته کوي.

واشنگټن پوست ورځپاڼي، د امریکايي چارواکو له خولي لیکلي دي چې CIA د ترهگرۍ پيښو د مخنیوي په خاطر له شکمنو کسانو څخه د معلوماتو ترلاسه کول مهم ښکاره کوي، څو د تحقیق پر مهال د شکنجې میتودونو ته توجه وکړي.

په دغه رپوټ کې له بندیانو سره د بې رحمانه چلند او په ځانگړي توگه د اوبو په وسیله د هغوی شکنجه کولو ته اشاره شوې ده. په دغه میتود کې د بندي په سر کڅوړه ور اغوندي او بیا پري په پرله پسې ډول اوبه اچوي او هغه داسي احساس کوي چي اوس په اوبو کي ډوبيږي.

په داسې حال کې چې د امریکا استخباراتي سازمان سي آی اې دغه میتود ته د تحقیق شدید میتود وای انتقاد کوونکي بیا دا شکنجه بولي. د شکنجې دا ډول بې رحمانه میتودنه د ۱۱ د سپټمبر تر پيښې وروسته د سي آی اې د کاري پروگرامونو یوه برخه گرځېدلې ده. د دغه رپوټ پر بنسټ د شکنجې له دغو شدیدو میتودونو څخه په افغانستان، مصر او پولنډ کې کار اخیستل شوی دی.