1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سي آی اې پټ زندانونه

حسن » بری «۱۳۸۵ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د بشر د حقوقونړيواله ټولنه ايمنسټي انټرنيشنل، د امريکا د متحده ايالتونوپرجاسوسي ټولنې سي آی اې ډيرې سختې نيوکې کوي او وايي: » مونږ د دې لپاره ښکاره نښې نښانې لروچې سي آی اې د پراخوپټو عملياتوپه ترڅ کې، گماني تروريستان اختطاف کړي اوپه نامعلوموځايونوکې ئی زنداني کړيدي.«

https://p.dw.com/p/DMrd
انځور: Getty Images /G. Gershoff

د ايمنسټي انټرنيشنل د راپورله مخې سي آی اې دغه گماني تروريستان د شخصي شرکتونو په الوتکوکې ليږدولي دي. خودغه شخصي شرکتونه صرف تش په نامه شخصي شرکتونو دي. د ايمنسټي انټرنشنل غړی نيل » ډرکين « وايي: » زمونږراپورښيي چې سي آی اې له شخصي الوتکوڅخه کاراخلي، ترڅو د هوايي ټرافيک له نړيوالوقواعدوڅخه ډډه وکړي. شخصي الوتکې کولای شي چې پرته له کنترول کيدلو په تجارتي هوايي ډگرونوکې ښکته شي. «

د انسانانو اختطاف ژوند ژغوري؟
د ايمنسټي انټرنيشنل د څرگندونوله مخې، د ٢٠٠١ او ٢٠٠٥ ميلادي کلونوترمينځ، مجموعاً ١٠٠٠ الوتنې مستقيماً د امريکا د متحده ايالتونوله جاسوسي ټولنې سي آی اې سره اړيکي لري. برسيره پردې د الوتکو په څه ناڅه ٦٠٠ ليږدونوکې، سي آی اې لږترلږه په مؤقتي ډول لاس درلود. نيل » ډرکين « په دې هکله وايي: » کوندوليزا » رايس « وايي چې دغه الوتنې د انسانانو ژوند ژغوري او د تروريزم ضد جگړې لپاره ضروري دي. خوداپه بشپړه توگه غلطه ده. په دغو الوتنوکې، د بيلگې په توگه د روم په شان له ښارونو څخه، خلک تښتول کيږي او وروسته بيا په مراکش، اُردون يا سوريې کې پټو زندانونوته اچول کيږي.«

د ايمنسټي انټرنشنل په راپورکې ويل کيږي چې د سي آی اې د گماني الوتنوگڼ شمير د اروپاپه فضاکې سرته رسيدلي. دغه الوتکې خپل هدف ته د تگ په لارې کې، په آلمان او انگلستان کې هم يوځل کښيناستلي دي.