د سپتمبر۱۱ د سياسي او مذهبي هيجاناتو سره مخامخ وه
۱۳۸۹ شهریور ۲۱, یکشنبهخو يو شي امريکايانو ته د ۱۱ د سپټامبر د ۹ کاليزي د لمانځلو په ورځ وروسپميدی ، يعني داچي په دغه ورځ په فلوريدا کښي د قرآن شريفو ۲۰۰ نسخو ته اور وانه چول سو ، او تصاوير يې خپاره نه سول .
د سپټامبرپر ۱۱ د شنبې په ورځ تندلاري عيسوي کشش تيري جُنس اعلان وکی ، چي قرآن شريفان به هيڅ وخت نه سوځي، هغه خبره چي د امريکاد متحده ايالاتو نفس يې په ورځو ورځ ورتنګ کړی ؤ . ده د NBC ټلويزون ته وويل ،
«موږ به نه اوس او نه راتلونکي کښي قرآن شريفو ته اور واچوو . »
امريکايي کشش تيري جُنس د قرآن شريفو د نه سوځلو دليل داروړی ،چي دی خپل هدف ته ورسيدی ، او دې ته يې اشاره وکړه ، چي په اسلام کښي خطرناکه تندلاري عناصر سته ، او خدای ده ته وويل ،چي اوس بايد ددغه کار څخه تير سي .
د تيري جُنس راپارونکي پلان يو څه اثر هم وکی :
په انټرنيټ کښي داسي فلمونه ښکاره سول ، چي په هغه کښي د قرآن شريفو ځيني نسخو ته اور واچول سو، او يا په واشنګټن کښي د سپيني ماڼۍ مخته دوو کسانو د قرآن شريف څو ورقي څيري ، او په چټل دانۍ کښي واچولې .
خو دا کار د کمرو په مخکي تر سره نسو، او ځکه يې هم ډير احساسات او هيجانات رامنځته نکړه .
خو بيله هغه هم دا پلا د سپټامبر ۱۱ د سياسي او مذهبي هيجاناتو سره مخامخ وه ، چي پخوا يې هيڅ وخت دا ډول شکل نه درلودی . او ځکه نو جمهوررييس بارک اوباماد امريکايانو څخه په ټينګار سره وغوښتل ، چي يو دبل تر څنګ سره ودريږي او د خپلو ارزښتو ، لکه آزادی او مذهبي زغم او تحمل څخه دفاع وکي .
«د ۱۱ د سپټامبر ترهګرانو غوښتل چي مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي ، ليکن امريکا هيڅ وخت د اسلام سره په جنګ کښي نه وه ، او نه به هيڅ وخت اخته سي .
دا کم مذهب نه ؤ ، چي پر موږ باندي يې په سپټامبر کښي حمله وکړه ، بلکه هغه القاعده وه ، د ګوتو په شمار يو څو کسان چي مذهب يې غلط تعبير کړی دی . »
خصوصأ په نيويارک کښي ددغي ورځي د تجليل په مناسبت رامنځته سوی افراطيت ډير ښکاره ؤ .
د نيويارک په ګرانډ زېرو کښي د قربانيانو د يادوني په مراسمو کښي د ځينو قربانيانو خپلوانو په ژړا سره ددې غوښتنه کوله ، چي په دغه ورځ يوازي بايد د وژل سوو کسان يادونه وسي ، او نه سياسي بحثونه او مشاجرې .
نورو فاميلو بيا برعکس مستقيمأ سياست کاوه ، اود ګرانډ زېرويا کنډوالې سره يې د پلان سوي مسجد د جوړيدو پر ضد اعتراضونه کول .
څو ساعته وروسته په نيويارک کښي ۱۱ د سپټامبر کاملأ د سياسي اعتراضو تر اغيزي لاندي راغلل : دوې مظاهرې جوړي سوې، چي يوه يې د مسجد دجوړولود طرفدارانو او بله يې په مخالفت کښي وه .
د امريکا مسلمانان د څه وخته راهيسي شکايت کوي ، چي په امريکا کښي هيڅ وخت د مسلمانو پر ضد داسي دښمنانه روحيه موجوده نه وه، لکه اوس . حتی د ۱۱ د سپټامبر تر بريدونو مستقيماً وروسته د پخواني جمهوررييس بوش په دوره کښي .
د ۱۱ د سپټامبر د ۹ کليزي پر لمانځلو باندي پر پخواني زخم يو بل هم ور اضافه سو ، يعني د يووالي او وحدت د نه درلودلو غم او درد ، چي د ۲۰۰۱ کال راهيسي يې هميشه د هغه تجليل تر خپلي سايې لاندي راوستلی دی .
Sabine/ قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل