1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپوږمۍ پر شاوخوا سیاحتي سفرونه

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

د سپیس ایکس په نوم یوه ترانسپورتي شرکت ویلي دي چې دوو ملکي کسانو دوی ته مراجعه کړې او د یوې اونۍ له پاره يې د سپوږمۍ پر شاوخوا د سیاحتي سفر غوښتنه کړې. ټاکل شوې ده چي دغه سفر د ۲۰۱۸م کال په پای کې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/2YMR0
USA SpaceX Dragon V2
انځور: SpaceX

سپیس ایسک چې يو شخصي فضايي شرکت دی، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی په پام کې لري د ۲۰۱۸م کال په پای کې دوه تنه سیلانیان سپوږمۍ ته بوځي. له ۱۹۷۲م کال راهیسې هغه وخت چې د امریکا متحدو ایالاتو د اپولو په پروګرام کې دوه تنه فضانوردان د سپوږمۍ په ماموریت لیږل شوي ول، دا لومړی ځل دی چې داسي خطرناکه هڅه کیږي.

د یاد شرکت اجرایوي ریس، ایلون موسک وايي: «موږ په ډیره خوښۍ سره دا اعلانوو چې دوه ملکي کسان سپوږمۍ ته د تګ له پاره له سپیس ایکس شرکت سره په اړیکه کې دي او دا سفر به د راتلونکي کال په پای کې ترسره شي.» د ټکنالوجۍ دغه میلیاردي شرکت همدا راز زیاته کړې چې دواړه کسان یو بل پیژني، خو د دوی او د سفر د مصارفو په هکله یې ډیر معلومات ور نه کړل. موسک وویل چې دواړو کسانو د سفر له پاره یوه ډیره اندازه پیسې مخکې له مخکې ورکړي دي.

نوموړي څرګنده کړه: «دا کسان له هالیوډ څخه نه دي.»

په ورته وخت کې موسک دا ومنله چې فضا ته په تګ کې تل خطرونه موجود وي. نوموړي وویل چې دغه سیلانیان په «خلاصو سترګو په دغه سفر ځي. دوی ساده نه دي او موږ به د خطرونو د راټیټولو له پاره خپلي ټولي هڅې وکړو خو د خطرونو کچه په پوره توګه صفر کیدای نه شي.»

د [امریکايي موټرو شرکت] ټیسلا یاد متصدي دا هم جوته کړه چې مخکې له دې چې سیلانیانو له پاره د فضا د تګ اجازه ورکړل شي، دوی ته به «قوي روزنه» هم ورکړل شي. دغه سفر به د سپوږمۍ چاپیر د یوې اونۍ له پاره دوام وکړي او په سپوږمۍ کې به څوک ښکته نه شي.

له ناسا سره رقابت

دا لومړی ځل نه دی چې سپیس ایکس شرکت د ناسا د ځای نیولو هڅه کوي. دغه شرکت مخکي هم داسې پروګرامونه لري چې د ۲۰۱۸م کال په منځ کې بین المللي فضايي اډې ته د امریکا متحدو ایالاتو د حکومت په استازیتوب فضانوردان انتقال کړي. په دغه ماموریت کې به د سپیس ایکس شرکت د ډرګون [یا ښامار] په نامه خپل توغندی او کپسولونه وکارول شي.

موسک همدا راز وویل چې دغه ماموریت به ټوله نړۍ «د فضا پر لور یو ځل بیا د انسانانو د لیږد له امله ډیره هیجانه» کړي. د هغه د شرکت راتلونکې ستره پروژه د سور ښامار ماموریت دی. دغه ماموریت چې د ۲۰۲۰م کلونو په شاوخوا کې به ترسره شي، مریخ ته له انسانانو پرته د تجربو د ترسره کولو په موخه یو فضايي ماموریت دی.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: