1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپيني روسيې په پارلماني ټاکنو کي مخالف ګوند يوه چوکۍ هم نه ګټلې

۱۳۸۷ مهر ۸, دوشنبه

د سپيني روسيې پر دولت باندي له دې امله په پارلماني ټانکو کي د لاس وهلو نيوکي کيږي چي د مخالف ګوند د 70 تنو کانديدانو څخه يوه هم پارلمان ته لاره نه ده پيدا کړې

https://p.dw.com/p/FQzl
د سپيني روسيې پارلماني ټاکني د مخالف ګوند د سختو نيوکو سره مخ دي
د سپيني روسيې پارلماني ټاکني د مخالف ګوند د سختو نيوکو سره مخ ديانځور: AP

دغه ټاکنې د دموکراسۍ يوه ازموينه بلل شوې وه، خو نتيجه يې دا ده چې د اپوزيسيون يا مخالف گوند هېڅ کانديد د سپينې روسيې پارلمان ته لاره ونه موندله.

د ټاکنو په ټولو سيمو کې د رييس جمهور الېکساندر لوکشېنکو پلويانو انتخابات وگټل. دغه خبره د انتخاباتو کميسيون وکړه، خو زياته يې کړه چې د ځينو رايو شمېرنه لا دوام لري. خو داسې ښايي چې اپوزيسيون يا مخالفو گوندونو په پارلمان کې د يو سلو لسو چوکيو څخه يوه هم نه ده تر لاسه کړې.

په 263 کانديدانو کې اويا تنو مخالف گوند پورې اړه درلوده. دا چې يو تن به له دغې جملې څخه هم پارلمان ته نه بريالی کېږي، د دې تصور حتی ډېر انتقادي کتونکو هم نه شوای کولای. داسې انگېرنه موجوده وه چې لږ تر لږه يو څو تنه مخالفين به پارلمان ته لاره مومي. خو داسې ښايي چې د ټاکنو په سيمو کې مشرانو د دغه کار مخه نيولې ده، ځکه چې هيچا نه غوښتل چې د مخالف گوند کوچنی بری هم ومني.

د ټاکنو څخه مخکې هم داسې آوازې خپرې شوې وې چې په انتخاباتو کې لاسوهنه کېږي. گڼ شمېر محصلين، پوليس او مامورين حتی مجبور شوي وو چې تر ټاکنو څخه دوه ورځې مخکې د خپلو مشرانو تر څارنې لاندې رايې ورکړي او دا هرومرو د لوکشېنکو د پلويانو دپاره.

د دولت د مخالف ګوند پلويان د ټاکنو په بهير کي د لاسوهنو څخه خبري کوي
د دولت د مخالف ګوند پلويان د ټاکنو په بهير کي د لاسوهنو څخه خبري کويانځور: AP

د اپوزيسيون يو تن سياستمدار، سېرگېي کوليانين په دولت باندې د درغلۍ تور ولگاوه:«په تېرو دوو ورځو کې 17 په سلو کې ټاکوونکي اړ شوي وو چې خپله رايه اوس لا ورکړي. په ځينو سيمو کې ځکه اتيا په سلو کې خلکو په انتخاباتو کې ونډه اخيستې وه. دا ټولې هلې ځلې د دې پاره کېږي چې د لوکشېنکو پلويان په پارلمان کې د اکثريت رايې يوسي».

سره له دې چې لاسوهنې صورت نيسي، خو په لومړي ځل د سپينې روسيې زورواک لوکشېنکو مخالف گوندونه پرېښودل چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. دا کار یې د غرب په خوښه کړی دی. لوکشېنکو په نړيواله کچه گوښه شوی دی او پانگونې او پيسو ته اړتيا لري. ځکه نو ځان دموکرات معرفي کوي:

يو صحيح اپوزيسيون چې پر ټولنيز ژوند باندې مثبتې اغېزې لري، اړين دی. که مخالف گوندونه نه وي، نو پرمختگ هم نه شي کېدای. يو بل ته نظر بايد هم واورېدل شي.«

د سپيني روسيې جمهوررييس الکساندر لوکاشينکو او د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين
د سپيني روسيې جمهوررييس الکساندر لوکاشينکو او د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتينانځور: AP

دغه څرگندونې د سپينې روسيې ولسمشر د ‍يکشنبې په ورځ وکړې، په داسې حال کې چې په مينسک کې يې خپله رايه په صندوق کې اچوله. د مخالف گوند گڼ شمېر مشران، لکه الېکساندر کسولين په کلو کلو په زندان کې ناست ول. يو څو اونۍ وړاندې نوموړی له دوه نيم کاله بند وروسته آزاد شو.

ځينې نور مخالفين هم د ولسمشر په امر آزاد او خوشې کړای شول. دغه کار هم د دې دپاره کېږي چې د اروپايي ټولنې په وړاندې د لوکشېنکو يو ښه تصوير وړاندې ‍شي، خو بيا هم لوکشېنکو زياتوي:« داسې اپوزيسون بايد نه وي چې د بهر لخوا تمويل کېږي. کنه نو څرگنده ده چې کوم دريځ غوره کوي او دا چې د چا د نظر هنداره بلل کېدای شي».

د مخالفو گوندونو استازو پر دولت باندې تور ولگاوه چې په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې شوې دي. د يکشنبې په ورځ تر سلو زيات مخالفين په مينسک کې د لاريون په موخه سره راټول شوي وو. داسې ښايي چې نور احتجاجي لاريونونه به هم په لاره واچول شي. د پرونيو ټاکنو د پايلو څخه وروسته به ښايي چې اپوزيسيون په سپينه روسيه کې يو ځل بيا سره منسجم شي.