1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړک د غاړې ماينونه زیات ولسي کسان وژني

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

د سړک د غاړې ماینونه د افغان حکومت د وسله والو مخالفیونو تر ټولو معمول او وژونکی جنګي تخنیک دی. دغه ماینونه نه یوازې افغان او بهرني امنیتي ځواکونه وژني بلکه ډیر شمیر ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

https://p.dw.com/p/139df
د سړک د غاړې ماینونه ډیر شمیر ملکي کسان وژني
د سړک د غاړې ماینونه ډیر شمیر ملکي کسان وژنيانځور: AP

د سړک د غاړې ماينونه د بهرنيو او افغان ملي اردو پر ضد د وسله والو مخاليفينو تر ټولو قوي وسله بلل کيږي. دغه ماينونه پدې هم خطرناکه بلل کيږي چي ايښوؤنکی يې مجبوره ندی چي پدغه بريد کي ځان په خطر کي واچوي. د دې تر څنگ دغه بمونه په آسانه توگه په کور کي جوړېدلای سي او جوړونه يې زيات مسلکيتوب نه غواړي. خو د دغه بم چاودنه زيات تاوان رسولای سي چي پکښي تر ټولو زيات گواښ ولسي کسانو ته متوجه وي.

د افغانستان د سياسي چارو يو صاحب نظر وحيد مژده وايي چي د شوروي د وخت ماينونه د ولسي کسانو لپاره دومره خطرناکه نه ول:

«د هغه وخت ماينونه یوازې په هغه صورت کې چاودیدل چې پرې ټانک ختلی وای او پر عامو موټرونو د وزن د کموالي له کبله نه چاودیدل. خو دغه نوي بمونه چي په تېره لسيزه کي زيات سوي دي حتی د يوه ماشوم لخوا د قدم اېښودنې له کبله هم انفجار کوي.»

د امريکا د دفاعي چارو وزارت د دا ډول بمونو پر ضد خپله يوه ځانگړې اداره لري. د دغي ادارې د شمېرو له مخي په افغانستان کي په ۲۰۰۷ مېلادي کال کي ۲۶۷۷ د دغه بم پيښي رامنځ ته سوې چي په ۲۰۰۹ مېلادي کال کي يې شمېر ۸۱۵۹ ته جگ سو. يوازي په ۲۰۰۹ م مېلادي کال په افغانستان کي ۳۲۲ بهرني عسکر د دغو ماينونو په چاودنو کي ووژل سول او تر ۱۸۱۸ څخه زيات پکښي ژوبل سول.

په افغانستان کي د دفاعي چارو کارپوره، اسدالله ولولجي، وايي چي د دغو بمونو تر شا د افغانستان د گاونډي هيوادونو لاسونه دي:

«په افغانستان کي د استخباراتي ادارو يوه لوبه روانه ده. د گاونډي هيوادونو استخباراتي ادارې په دې ډگر کي زیاتي فعاله دي او د دغو چاودنو په مرسته هڅه کوي چي په افغانستان کي په جگړه کښي ښکېل يو يا بل اړخ بدنام کړي.»

دا چي پدغو ماينونو کي څومره ولسي کسان وژل سوي او ژوبل سوي دي په دقيقه توگه نده معلومه. خو اټکلونه وايي چي د هغوی شمېره هم ډېره جگه ده. زيات کارپوهان وايي چي د دغو ماينونو خام مواد د گاونډي هيوادونو څخه راځي خو ايښودونکي يې زياتره پخپله افغانان وي. وحيد مژده وايي چي د دغو بمونو ايښودونکي کسان چي د حکومت وسله وال مخاليفين دي پدې ځان قانع کوي چي د دوی نښه ولسي کسان نه وي:

د مژده په خبره د سړک د غاړې ماینونه بیا دیری وخت په داسې ځایونو کې ځای پر ځای کیږي چې په کې د ملکي کسانو تګ را تګ ډیر وي. هغه وایې چې د دغو ماینونو ایښودونکي باید محکمه او مجازات سي.

د امونيم نايټرېټ هغه کېمياوي ماده چي د دغه ډول بمونو په جوړونه کي په کار اچول کيږي په اصل کي د کېمياوي څرې لپاره ترې کار اخيستل کيږي. په افغانستان کي اوس پر دغه موادو بنديز لگېدلی دی. خو د هغه باوجوده دغه کېمياوي مواد په قاچاقي توگه افغانستان ته راوړل کيږي.

د امنيتي چارو کارپوه،اسدالله ولولجي،بيا وايي چي د وسله والو مخاليفينو او د افغانستان د گاونډي هيوادونو د استخباراتي کړيو لپاره دغه بمونه يوه مؤثره وسله ده. د نوموړي په وينا د دغې ستونزې د کمولو یوازنۍ لاره د لا ښه استخباراتي لارو جوړول دي:

«د بهرنيو ځواکونو استخبارات او د افغانستان امنيتي ادارې بايد په پاکستان يا ايران کي د دغه ډول موادو د رابارولو پر وخت لا معلومات تر لاسه کړي. دوی بايد خپل معلومات داسي دقيق کړي چي دغه مواد د چا لخوا په کوم وخت چيري انتقاليږي.»

د سړک د غاړې ماینونه هر ورځ په افغانستان کې د بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ډیر شمیر ملکي کسان هم وژني.

احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش