1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړک د غاړې ماین د فراه يو لوړپوړي چارواکی وواژه

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د فراه ولایت ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د سړک د غاړې یوه ماین ددې ولایت یو ولسوال وژلی دی. طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2X6Do
Neues Gebäude für Stadtverwaltung in der Provinz Farah
انځور: DW/Hashimi

د فراه ولایت ویاند اقبال بهار، ویلي دي چې د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ تر ټولو لوړپوړی چارواکی عبدالخالق، خپل کور ته نژدې په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی دی. پیښه د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده.

د بهار په خبره خالق سهار وختي له مسجد څخه د خپل کور پر لور روان وو چې د دغې چاودنې قرباني شو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف، د فراه ولایت د دغې پیښې پړه پرغاړه اخیستې ده.

طالبان وخت ناوخت د افغان ځواکونو، چارواکو او د هغوی د نړیوالو ملاتړ د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې له ماینونو څخه کار اخلي. خو ډیر وخت بیا ملکي وګړي د دغو بمونو په قربانیانو کې شامل وي.