1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیار کتابتون په مرسته، د نړۍ د یوه ښکلي انځور ورکولو هڅه

مسعود جهش۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

سید صابر حسیني پر خپل بایسکل باندې کتابونه باروي او بیا یې ماشومانو ته رسوي او د خپل دې کار له کبله د ډیرو له پاره په یوه ځایي اتل بدل شوی دی. هغه ولي دا کار کوي او هدف یې څه دی؟ تفصيل يې دلته ولولئ

https://p.dw.com/p/1GyM9
انځور: S.S. Hussaini
په وروستیو وختونو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه افغان او د هغه د بایسکل انځورونه لاس په لاس کیږي. دغه بامیانی افغان او د هغه بایسکل له نورو ډیر توپیر لري. د هغه پر بایسکل د کتابونو یو صندوق نصب شوی چې ورباندي په لویو کرښو لیکل شوي دي: «سیار کتابتون».
دغه افغان ۳۵ کلن ځوان سید صابر حسیني نومیږي او د خپل بایسکل په مرسته د بامیان ولایت د لیریو پرتو سیمو ماشومانو ته کتابونه رسوي، له ماشومانو سره خبرې کوي، هغوی ته کیسې وایي او د هغوی کیسې اوري. دی وایي چې له دې کار سره غواړي ماشومانو ته ووایي چې په هیواد کې یې له جګړې او فقر پرته نور څه هم شته.
هغه وایي: «افغان ماشومان چې کله خپل کتابونه لولي نو یوازې د جګړې تاریخ لولي، کله چې تلویزیون ویني نو یوازې د جګړې او وژنې خبرونه ویني، کله چې ټولنې ته وځي ناخوښ خبرونه اوري او کله چې په سفر ځي نو یوازې د دې بېره لري چې د داعش او یا هم طالب له خوا برمته نه شي.»
حسیني وايي چې د ده له پاره دغه حالت د منلو وړ نه وو او پخله یې پریکړه وکړه چې په خپل توان کې کارونه ترسره کړي چې وشي کولای له افغان ماشومانو سره مرسته وکړي او هغوی ته یوه بله ښکلې دنیا وښيي: «زه دې پایلې ته ورسیدم چې د دغو ټولو پیامونو په منځ کې چې ماشومانو ته رسیږي چې باید یو هم د سولې پیام وي، د کتابتون پیام. له همدې کبله مې د ماشوم د بسنټ د ګرځنده کتابتون بنسټ د ماشومانو د کیسو له ۲۰۰ کتابونو سره کیښود.»
د سید صابر حسیني د ماشوم بنسټ چې اوس مهال یوازې په بامیان ولایت کې فعالیت کوي پر ماشومانو باندې تمرکز لري. دی وایي چې د کار یوه برخه یې په ښوونځیو کې ماشومانو ته د کیسو ویل او له هغوی سره خبرې کول دي. حسیني کله نا کله ماشومانو ته وایي چې د خپل ژوند یوه پیښه ورته وایي، او دی بیا له همدې پیښې ورته یوه کیسه جوړوي.

له ماشومانو سره مینه
حسیني وایي: «ما تر اوسه پورې په خپل ۳۵ کلن ژوند کې د ماشومانو د دوستي په اندازه بې ریا او صادقانه دوستي نه ده لیدلې. زه ډیر دوستان لرم، خو ماشومان خپل احساس په صادقانه توګه بیانوي.»
په افغانستان کې نه یوازې ماشومان بلکې لویان هم ډیر وخت کتابونو ته لاسرسی لري، خو حسیني وایي ځکه یې کار لومړی له ماشومانو پیل کړی چې په خبره یې ماشومان له بدلون سره لیوالتیا لري: «ماشومان کیدای شي د افغانستان د راتلونکې له پاره یو ښه بدلون رامنځ ته کړي. ماشومان باید زموږ د ډیرو برنامو لومړیتوب وي. ماشومان ډیر ژر پریکړه کوي چې د نورو کارونو پر ځای کتاب ولولي، خو د مشرانو په برخه کې دا کار یو څه ستونزمن وي.»
حسیني وایي چې لیک لوست سره د ماشومانو مینه هغه هره ورځ دې ته هڅوي چې لا ډیرو ماشومانو ته کتابونه ورسوي او د هغوی خبرې واوري: «څو ورځې وړاندې کله چې زه یوې سیمې ته تللی وم، یو شمیر ماشومان زما څنګ ته راغلل او د لوبې پلاستیکي وسلې یې ما ته تسلیم کړې. هغوی ویل چې دغه وسلې ما ته تسلیموي او غواړي چې په بدل کې زه ورته کتابونه ورکړم او لا ډیره توجه ورته وکړم. دا هغه څه دي چې زما له پاره ډیر په زړه پورې وي.»
حسیني غواړي خپل کار د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوي او له لا ډیرو ماشومانو سره مرسته وکړي. د هغه په خبره که څه د بامیانو به شمول د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې کتابتونو شته، خو په دغو کتابتونو کې یا خو د ماشومانو له پاره د لوستلو مواد نه وي او یا هم یو کس باید د کتاب د ترلاسه کولو په موخه د عضویت حق پیسې ورکړی.
ځایي اتل
د حسیني دغه فعالیتونه په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې وستایل شول. خلکو د هغه انځورونه خپاره کړل او له هغه سره یې د مرستو ژمنې وکړې. اوس دغه افغان ځوان د لنډو کیسو کتابونه چې د هغو ماشومانو له پاره دي چې لیک لوست کولای شي، او د نقاشي کتابونه چې د بې سواده ماشومانو له پاره دي، په خپلو شخصي پیسو رانیسې. خو دی وایي چې ډیرو وروسره د مرستې او د دغې پروژې د غځولو ژمنه کړې ده.
پر دې سربیره حسیني د هغو کورنیو له پاره هم یو ځایي اتل دی چې دی یې ماشومانو ته کتابونه رسوي او ورته کیسي لولي: «خلک مې ډیر تود هرکلی کوي او له هغو ځایونو ما ته زنګ وهي چې زه تر اوسه په تلو نه یم توانیدلی. د خلکو هرکلی او تشویق په دې برخه کې ډیر زیات دی.»
حسیني وایي چې تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې یوه ورځ د افغانستان په ټولو برخو کې د ماشومانو له پاره ثابت کتابتونونه وي او ماشومان نور د دې سیار کتابتون ته اړتیا و نه لري. دی وایي چې د همدې هدف ترلاسه کولو له پاره به خپل کار ته دوام وکړي.