1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیاسي پناه په هکله په اروپایې قوانینو کې نوي بدلونونه

آژانسونه/ش.ن۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبه

د اروپایې اتحادیې کمېسیون غواړي چې د مهاجرو له پاره قوانین نور هم سخت او په عین وخت کې د کډوالو له پاره د ټولې اروپا په کچه یو ډول معیارونه وټاکي. د مهاجرت غوښتنلیک ته ثابتو معیارونو وضع کول یو له دغو وړاندیزونو څخه دی.

https://p.dw.com/p/1JOlk
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د اروپایې اتحادیې کمېسیون تیره ورځ (د جولای میاشتې۱۳) په ټوله اروپا کې د هغو مهاجرو له پاره بندیزونه وضع کړي دي، چې اروپایې قوانین او مقررات تر پښو لاندي کوي. همدارنگه کمېسیون زیاته کړې ده چې مهاجر باید په ټولو اروپایې هیوادونو کې له یو ډول حقونو څخه برخمن وي او دوسیو ته یې په چټکې سره رسیدگي وشي.

د اروپا د داخلي چارو کمیسار دیمیتریس آورا موپولس، په بروکسل کې وویل: «موږ د اوسنیو مختلفو او پارچه پارچه چلنجينو پر ځای، ثابت او عادلانه معیارونه غواړو.»

د کمېسیون په وینا د دغې طرحې هدف«په غړو هیوادونو کې د کډوالو د منل کیدو په کچه کې د توپیرونو کمول دي.» همدارنگه په غیر قانوني لارو نورو اروپایې هیوادونو ته د کډوالو د سفر مخه نیول دي.

د اروپایې اتحادیې کمېسیون د وړاندیز پر بنسټ، کله چې یو مهاجر قوانین تر پښو لاندی کړي او له چارواکو سره له همکارۍ ډډه وکړي، په هغه صورت کې باید د هغه پر وړندي په اجباري توگه قیودات وضع شي. په دغو قیوداتو کې حتی د نوموړي مهاجر د پناه غوښتنلیک ردیدل هم شاملیږي.

همدارنگه د مهاجرو د ټولنیزو خدماتو یوه برخه باید په دې پوري تړلي وي، چې مهاجر د ژبې په کورسونو کې برخه اخلي او که نه.

سربیره پر دې غړي هیوادونه باید د دې صلاحیت ولري، هغه کډوال چې په «یوه ځانگړی یا ټاکل شوی سیمه کې خپل د پاتېدو ژمنه ماتوي» او یا د دې خطر موجود وي چې مهاجر د خپل ټاکل شوي ځای څخه تیښته کوي او و یې نیسې.

همدارنگه هغه مهاجر چې د پناه غوښتنه یې منل شوي وي او بې له اجازې څخه نورو اروپایې اتحادیې ته نقل مکان کوي، باید مجازات شي.

دا ډول کسان باید د اقامت یا پاتېدو اجازې ترلاسه کولو وروسته پنځه کاله په دغه هیواد کې پاته شي. په هغه صورت کې چې د دې خلاف عمل وکړي، همدا پنځه کلن معیاد ورته له سره پیلیږي.

بل لور ته یو مهاجر باید په ټولو اروپایې هیوادونو کې د وړیا مدافع وکیل ترلاسه کولو حق ولري. په ټولو اروپایې هیوادونو کې یو کډوال باید د پناه غوښتنلیک تر وړاندي کولو شپږ میاشتې وروسته، د کار کولو اجازه ولري.

اروپایې کمېسیون غواړي چې «په عین موده کې د یوه مهاجر د دوسیې د څېړنې په هکله وړاندیز» یې په ټولو اروپایې هیوادونو کې عملي شي. د دغه وړاندیز پر بنسټ د یوه مهاجر د دوسیې یا کیس په هکله پریکړه باید حد اکثره شپږ میاشتې وخت ونیسي. خو په استثنایې حالاتو کې کله چې د مهاجرو شمیر ډیر زیات وي، نو د پخوا په څیر کیدای شي دری میاشتې نور هم دغه موده وغځول شي.

په هغه صورت کې چې یو مهاجر د یو امن هیواد څخه راغلی وي، دغه موده باید له یوې څخه تر دوو میاشتو پوري را کم کړای شي.

همدارنگه کله چې یو مهاجر چارواکو ته غلط معلومات وړاندې کړي وي او په ښکاره ډول بې معنی خبري یې کړي وي، باید دوسیه یې ډیر ژر وڅېړل شي او په هکله یې پریکړه وشي.

په هغه صورت کې چې د یوه کډوال کیس رد شي، باید په یوه میاشت کې خپل اعتراض وړاندي کي. په دې صورت کې د دویمې محکمې بهیر باید له دوو څخه تر ششو میاشتو پورې دوام وکړي.

سربیره پر دې د امن بلل شوو هیوادونو یو ليست باید په ټولو اروپایې هیوادونو کې یو ډول اعتبار ولري. او د هر غړي هیواد له خوا «په دې اړه» جلا جلا لیستونه باید تر پنځو کلونو پورې په بشپړ ډول له منځه یوړل شي.