1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د سینې سرطان تر درمنلې وروسته د بیا اخته کیدو احتمال شته»

۱۳۹۶ آبان ۱۹, جمعه

د یوې څېړني له مخې هغه میرمنې چې د سینې یا تي د سرطان درملنه وکړي، بیا يې هم په سرطان د اخته کیدو احتمال شته. د دغي څیړنې له مخې د سینې د سرطان تر درملنې شل کاله وروسته هم په دغي ناروغۍ د اخته کیدو خطر شته.

https://p.dw.com/p/2nOpR
Symbolbild Brustkrebsvorsorge
انځور: picture alliance/CHROMORANGE

«نیو انګلینډ ژورنال آف میډیسن» په خپرې شوې یوه څیړنه کې راغلي دي که چیري د تي په سرطان د اخته میرمنو د تومر یا غدې اندازه لویه وي او تر څلورو زیات «لمفاوي غدې» اغیزمنوي، نو په دغه صورت کې د ناروغ د بدن په یوه بله برخه کې د سرطان د ناروغۍ د پیدايښت خطر زیات وي.

په دغه ساینسي څیړنه کې څیړونکو د سینې په سرطان اخته تر۶۳۰۰۰ زیاتو ښځو په هکله څیړنه کړې ده. دغه ښځې د «ایستروجن ریسپټر» (دا یو ډول پروتین دي، چې په حجرو کې موندل کیږي) له کبله د سرطان په ناروغۍ اخته شوې وې. زیاتره ښځې په دې ډول سرطان اخته کیږي.

د سرطان په ناروغیو اخته د دغو میرمنو درملنه د «اینډوکرن تراپي» له طریقه شوې او د سرطان تر درملنې پنځه کاله وروسته یې روغتیا په برخه شوې وه.

خو څیړونکو د دغه ارزونې په پایله کې ویلي دي چې له ناروغۍ څخه د رغیدو پنځه کاله وروسته په ناروغانو کې په تدریجي ډول د مرض نښې موندل شوي. یو شمیر ناروغه میرمنې د درمنلې تر پوره کیدو پنځه کاله وروسته په دغه ناروغۍ اخته شوې او په ځینو مواردو کې تر درملنې شل کاله وروسته بیا په ناروغانو کې دغه ناروغي لیدل شوې ده.

د مشي ګن، له پوهنتون څخه د تي د سرطان په هکله تحقیق کوونکي ډینیل هیز، ویلي دي: «که څه هم د درملنې د پوره کیدو پنځه کاله وروسته په دغو ناروغو ښځو کې د ناروغۍ کومه نخښه پاته نه وه، خو له پنځو څخه تر شلو کلونو په موده کې په دغو میرمنو کې د هډوکو، ینې او یا د سږو د سرطان په اخته کیدو خطر موجود وي.»

تر دغې څیړنې وروسته د تي سرطان د درملنې د مروجې طریقې د اغزمنتیا په هکله پوښتنې راولاړې شوي دي. ځیني پوهان وایي چې د اوسنۍ طریقې موده له پنځو څخه لسو کلونو ته لوړه کړی شي.

د څیړنې له مخې هغې میرمنې چې تومور یې لوی وی او له څلورو یا دې څخه زیاتې لمفاوي غدو ته خپریدای شي، په ۱۵ کلونو کې د دغه ناروغۍ د بیا تکراریدو خطر ۴۰ سلنه دی.

خو له اکسفورډ پوهنتون څخه دغې څیړنه سره تړلی یو بل څیړونکی او د څیړنې مرستیال لیکوال رچرډ ګرې وایي چې په وروستیو کلونو کې د تي د سرطان د درملنې په برخه کې ښه والی راغلی دي.

د هغه په خبره په شلو کلونو کي د سرطان د ناروغۍ د تشخیص له پاره، دوی په څیړنه کې داسې ناروغان ارزولي دي چې درملنه یې څو کاله پخوا شوې وه او په وینا یې اوس د درملنې په میتود کې ډیر ښه والی راغلی دی. هغه په دې آند دی چې په وروستیو کلونو کې چې د کومو میرمنو درملنه شوې ده، ښایي د هغوی په سرطان د بيا اخته کېدو احتمال نسبتاً لږ وي.