1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سېنما امريکايي قاتل په عمري بند محکوم شو

آژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبه

جیمز هولمس سنیما ته ننوت او په بې رحمانه توگه یې ډزې پيل کړې. د دغو ډزو په پایله کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۷۰ نور بیا ټپیان شول. اوس د دغه قاتل سزا معلومه شوه. هولمس نه اعدامیږي.

https://p.dw.com/p/1GBz2
انځور: Reuters/RJ Sangosti
د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې جیمز هولمس د امریکا متحده ایالاتو د کلوراډو ایالت په اوروره سیمه کې یوه سنیما ته ننوت او په خلکو یې په بې رحمانه توگه ډزی پیل کړې. نوموړي په دې توګه ۱۲ تنه ووژل او ۷۰ نور يې ټپیان کړل.

د دغې پيښې تر ټولو کم عمره قرباني یوه شپږ کلنه ماشومه وه. د کلورادو ایالات مرکز ته نږدې د سنتینیال ښار یوې محکمې اوس د هولمس سزا اعلان کړه چي له مخي يې دغه ۲۷ کلن ځوان په ابدي حبس محکوم شو. هغه به بې له وخت مخکې د آزادیدو امکان ونلري. د دې له پاره چې قاضي د اشد مجازات سزا پریکړه اعلان کړي وای، نو لازمه وه چې د منصفه هئیت تائید هم ترلاسه کړي.

یوه ورځ مخکې مدعیانو او مدافعینو خپل خپل دلایل وړاندي کړي ول. څارنوالۍ هغه ته د اعدام سزا غوښتنه وکړه، خو مدافع وکیل هولمس رواني ناروغه او غیر قابل مجازات وباله او هغه ته یې د رواني درملني سپارښتنه وکړه.

د عصبي ناروغيو د څانگې د دغه پخواني محصل د محکمې پروسه د اپریل په میاشت کې پیل شوې وه. د دوو میاشتو په موده کې له ۳۰۶ تنه عیني شاهدانو سره مرکې وشوې. د امریکا متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې د سزا بهیر د پیچلتیا له امله د محاکمې بهیر په دریو پړاوونو کې ترسره شو.

هر ځل د منصفه هئیت له خوا دلایل وړاندي کیدل او بحثونه به پرې کیدل. د محکمې د جریان په وروستۍ مرحله کې منصفه هئیت باید د هولمس د جرم په هکله نه، بلکې د هغې د سزا په هکله مشوره کړې وای.

په ۱۶۵ فقرو کې مجرم

په مجموع کې په ۱۶۵ فقرو کې د هولمس پر وړاندی اقاماء دعوی شوې وه. د هغه پر ضد د ټولو ۱۲ تنو وژل شوو اړوند د عمدي او غیري عمدي قتل دعوی شوې وه او د پاتې ۷۰ تنو ټپیانو په برخه کې نوموړی د قتل د هڅې په تور تورن شوی وو. د هولمس پر وړاندي وروستی تور دا وو چې په خپل کور یې چاودیدونکي مواد ساتلي ول. جیمز هولمس دری اونۍ مخکې د دغو ټولو تورونو په برخه کې مجرم پيژندل شوې وو.