1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاعرانه کلام تعبير څه دی

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

د کابل پوهنتون استاد اسدالله غضنفر وايي چي د شاعرانه کلمو اصطلاح مختلف تعبيرونه لري، ځني خلکو ته شاعرانه کلمي، هغه کلمي ښکاري، چي ښکلي مانا ولري، لکه: «وږمه»، «ډيوه»، «ريدی»، «پسرلی» يعني د ژوند ښايستونه.

https://p.dw.com/p/QLAp

په يوه تعبير ژبه د پوهاوي او راپوهاوي وسيله ده.دغه شان ژبه يوه انساني اختراع ده. نو دا وسيله چي څومره ثيقل سي. څومره آسانه او روانه سي اغيز يې زياتيږي.

ژبه له ږغ څخه جوړه ده او ږغ چي څومره اهنګين ولري پر زړونو او ذهنونو ښه لګيږي. دلته ده چي شاعرانه کلام پر سړي ښه لګيږي.

داچي د شاعرانه کلمو تعبير څه دی؟ د کابل پوهنتون استاد اسدالله غضنفر وايي چي د شاعرانه کلمو اصطلاح مختلف تعبيرونه لري، ځني خلکو ته شاعرانه کلمي، هغه کلمي ښکاري، چي ښکلي مانا ولري، لکه: «وږمه»، «ډيوه»، «ريدی»، «پسرلی» يعني د ژوند ښايستونه.

حال داچي ډير داسي شيان دي، چي ښايسته نه سو ورته ويلای او بدرنګه به هم نه وي. ژوند له دي ښايستونو او بدرنګيو ډک دی؛ نو که دغو ته شاعرانه ووايو، هغه نورو ته به څه ووايو؟ دا تعبير خو سم نه دی.

غضنفر د يو بل تعبير څخه خبري کوي، هغه وايي ځني خلک شاعرانه کلمې هغي کلمې يادوي، چي موزيکالي وي او موسيقي وزيږوي.

د ساري په توګه د «کلوله پشته» لفظ په غوږو چندان ښه نه لګيږي؛خو د «ګوربت»، «کاپيسا»، او داسي نوري کلمي پر غوږو ښې لګيږي. نو خلک دا ډول کلمو ته شاعرانه وايي.

خو دا تعبير هم سم نه دی. ځکه چي کلمې يو د بل په څنګ کي موسيقي پيدا کوي. يوه کلمه د بلي په څنګ کي موزيکالي وي. رحمان بابا وايي:

«د قناعت قلعه!» دلته دا دواړه کلمې يو د بل تر څنګ خوند کوي، خو که فرضاً د «قلعي» پرځای «برج» ووايو، دلته بيا موزيک پيدا نه سو. په دې ډول په کلمو کي په ذاتي ډول موزيک سمه خبره نه ده.

هره هغه کلمه چي يوازي يوه مانا ورڅخه اخلو، شاعرانه کلمه نه ده. د ساري په توګه «مايکروفون» يوه شاعرانه کلمه نه ده. خو «مازديګر» شاعرانه کلمه ده. ځکه چي د مازديګر سره «منګی»، «ګودر» او داسي نوري کلمې هم راياديږي.

د تيرو پيړيو يو شاعر وايي:« د جنوي سيرونه کړعاقلانو- د بهار په وخت ونه وتل صحرا ته»

په دې شعر کي نه تشبح سته او نه کوم نوي تصوير، خو خوند کوي. دا ځکه چي کلمې يې شاعرانه دي. موږ له «جنون»، «بهار» څو څو ماناوي اخستلاي شو. همدا راز د «صحرا» له کلمې څخه هم زموږ ذهن ته د «مجنون صحرا»، راياديږي او نوري ماناوي هم په دې کلمه کي راټولي شوي، او هغه يي شاعرانه کړي.

استاد اسدالله غضنفر په دې اند دي چي هره کلمه چي پر خپلي ظاهري مانا سربيره نوي ماناوي هم وزيږوي او نور تصويرونه او خاطري هم په ذهن کي را ژوندۍ کړي،هغه شاعرانه کلمه ده.

يوه لنډۍ ده، چي وايي: «پاس په کمر ولاړه ګله- نصيب د چا يې، اوبه زه در خيژومه!»

په دې لنډۍ کي «ګل»، «کمر» او نوري کلمې يو ځای يو عالم ماناوي ذهن ته تداعي کوي، دا ګل ښايي معشوق وي، ښايي د ژوند يوه آرزو وي، يو مقصد وي، کمر هم ښايي ليري هدف وي، چي زه لا ور رسيدلی نه يم. اوبه ورخيژول ښايي هغه کوښښ وي، چي زه يې دغه ګل او دغه هدف ته د رسيدو په خاطر ترسره کوم. ځکه نو کلمه کلمه يې شاعرانه رنګ لري.

د استاد اسدالله غضنفر په نظر شاعرانه کلمه هغه ده، چي يوه کلمه ضمني ماناوي ولري.

هوسۍ وفا/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل