1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاعري فريده هوډ سره د زړه خواله

۱۳۸۵ خرداد ۳, چهارشنبه

محترمي فريده هوډ !ستاسي د شعرونو مجموعه د شگو مزل خو زموږ په لاس کي دي خوزه غواړم پوه شم چي تاسي د شعر په خيالي نړئ کي دا د شگو مزل تر کومه ځايه رسولي دي.

https://p.dw.com/p/DMpk
انځور: picture-alliance / dpa

تاسي خو پوهيږيئ چي په شگو کي مزل کول دومره اسان نه دي. په شگو کي سړي ځي ښويږي بيا پاڅيږي بيا ښويږي، دا ژوند په ريښتيني ډول داسي دي لکه د شگو مزل. نو په دي شگو کي لا معلومه نه ده چي زه به تر کومه ځايه رسم. خو زه په لوي خداي پوره يقين لرم چي ډير مهربانه دي. نو زه ډيره هيله منه يم.ځکه که انسان هيله له لاسه ورکړه نو مانا داچي ژوند يې له لاسه ورکړ.

ما غوښتل د خپل شخصي ژوند په هکله راته يوڅه وواې؟
ما واده کړي دوه گلالې زامن لرم مشرزوي مي شپاړلس کلن دي او کشر يوولس کلن. خاوند مي ژور نالست دي له موسقي سره مينه لري .اسدالله سيفې نوميږی.د افغانستان په راديو کي ډيري سندري ثبت کړي يو ساده ژوند لرم په کي خوشاله يمه.

د خپل شعر يوه بيلگه راته واوره وه؟
دا که څه هم زما د ژوند يوه خاطره ده او زه يې شعرنه شم نومولي،کله چي زه ماشومه وم له مور سره مي کلي ته تللي وم.نو داتصوير هر کله زما په ذهن کي شته،نه شم کولي له ياده يې وباسم.

ښه مي ياديږي چي ماشومه ومه- د ښار له شور ماشوره تنگه شومه ستړي شومه
زما په زړه راوريدل د کلي ښه خوبونه- د شنو فصلونو شنه ارواح د چنارونو سوري
او د زرين مازيگري شاعرانه رنگونه- دغه شينکي کلي د سپين غره په لمن کي ويده
لکه شينکي خال د ليلا په تندي خوب وړي وي
زه چي ماشومه ومه د کلي له ترورئ سره مي - له گودرونو نه اوبه راوړلي
ما به انگړ جارو کړ - په شني غرمي کی به شين خالئ ترور تنور واچاو
ماما به هلته په ديره کي تر توتانو لاندي - له شنه سهاره تر غرمي پوري خوبونه کول
ماما به کورته راغي - په نه خبره به يې تندي گونځي گونځي شو
د ماما گل کلام ټوخي ؤله غصي ځني ډک - د ماما گل مينه کنځل او سپک ويل وو
تروري به ټولي په خاموشه زړگي وزغملي - د ماما گل د سپکو سپورو او کنځلو شيبي
په سپکو سپورو د ماما د زړه دمه نه کيده - ناڅاپه ډب به د کوتک شو
د ترورئ له خولي به چغي شوي اسمان ته پورته - او قوده قوده ويښتان به
د ماما له پښو نه لاندی - د نغري په لوري باد ويوړل
ماما به بيا بيا د بدل کيسه - په وار وار واروله.