1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شانګهای سازمان دګډ کار په کنفرانس کي د احمدي نژاد او ميدويديف کتنه

۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبه

د روسېې جمهوررييس ديميتري ميدويديف د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد ته په صميميت سره هرکلي ووايه. بيله دې چه د هغه څخه فاصله ونيسي، يو د بل سره يې پر اوږو وټکول، او د خندا په حالت کي يې عکاسي وکړل. خو دا ټول شيان وه.

https://p.dw.com/p/ICHr
د روسېې جمهوررييس ديميتري ميدويديف او د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژادانځور: AP

د دواړو مشرانو لپاره خاصه غونډه په نظر کښي نده نيول سوې.

سربيره پر هغه محمود احمدي نژاد په مسکو کښي يو دروند ميلمه دی. د روسېې د خارجه وزارت معين ريابکوف روسېې ته د ايران د جمهور رييس څخه هرکلی وکۍ، او د ده لپاره دا د تهران او مسکو د عنعنوي ښو مناسباتو يوه نخښه ده.

ده په ايران کښي د وروستيو سختو نااراميو څخه چه د 30 کلو راهيسي يې ساری ندی ليدل سوی ،هيڅ يادونه ونه کړل . د لويديزو هيوادو برعکس کريملين د ايران پر وروستيو لانجمنو انتخاباتو باندي هيڅ تبصره نه کوي.

او د دې څخه چه روسېه په رسمي ډول د ايران په انتخاباتو کي د لاسوهني تور ولګوي ، محمود احمدي نژاد هيڅ تشويش نلري. او دا نو په دې معنی چه دا د ايران داخلي مسايل دي.

سربيره پر ټولو مشکلاتو د روسېې او ايران مناسبات ډير سره نژدې دي. دا شايد په دې کښي هم وي چه مسکو هميشه د اټومي پروګرام په موضوع کښي د ايران پر ضد د بنديزونو مخالفت کړيی دی . کريملين په دغه شخړه کښي د يوه ديپلوماتيک حل غوښتونکی دی ،او په بوشهر کښي يې د ايران دغوښتوني سره سم د ملکي اټومي بټۍ د جوړولو کارونه پر غاړه اخيستي دي. خو ددوی تر منځ ځيني اختلافات هم سته. مثلأ مسکو تهران ته د روسېې د دفاعي سيسټم راکټان ونه ليږل.

د شانګهاي د ګډ کار د سازمان کنفرانس به اوس د محمود احمدي نژاد په ورتګ سره تر خپل عادي حالت ډير د توجه وړ وګرزي.

دغه سازمان چه اته کاله مخکښي د روسېې او چين لخوا تأسيس سو،د ايرو آسيا په سيمه کښي ددواړو لويو قدرتو اغيزه ټينګوي ،او پدې ډول د لويديز اتحاد په مقابل کي يو بل قدرت دی.

په دغه سازمان کښي قزاقستان ،قرغستان ،تاجکستان او ازبکستان شامل دي، خوپاکستان ،هندوستان ،مغولستان او ايران په هغه کښي د ناظرينو موقف لري.

د شانګهاي د سازمان په اوسني کنفرانس کښي به پر امنيتي مسايلواو بين امللي اقتصادي بحران باندي خبري وسي. د روسېې جمهوررييس ميدويديف د کنفرانس د غړو تر منځ د نظر د يووالي څخه خبري وکړې او ويې ويل چه:

« د اوسني بين المللي اقتصادي بحران څخه زموږ اټکلونه تر ډيره حده مشابه او يا کاملأ يو شی دی. ځکه نو د هغه په مقابل کي د مبارزې د لاري چاري جواب هم مشابه دی.»

د روسېې جمهوررييس ميدويديف په بين امللي سطح د امريکا يي ډالر چلش هم تر سوال لاندي راوستۍ، او

«ديوي داسي پيسې غوښتنه يې وکړل،چه په يوه هيواد پوري نه وي مربوطي ، بين امللي شکل ولري ، او دريزرف په حيث ځيني کار واخيستل سي.»