1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شتازي د دوسیو د پرانیستلو شلمه کلیزه

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

۲۰ کاله مخکې د پخوانی ختیځ آلمان د استخباراتي ادارې، شتازي، دوسیې د عامو وګړو پر مخ پرانیستل شوې، زیاترو خلکو په دغه دوسیو کي تکان ورکوونکي موضوعات لیدلي ول چي ډیر نور ئې په فکرونو کي ډوب کړل.

https://p.dw.com/p/13cvR
د ۱،۶ میلیونو په شاوخوا کې عکسونه، سلایدونه او د عکسونو فلمونه په دغه دوسیو کې موجود وو
د ۱،۶ میلیونو په شاوخوا کې عکسونه، سلایدونه او د عکسونو فلمونه په دغه دوسیو کې موجود ووانځور: picture-alliance/Bildarchiv

په خاصه توګه کله چې معلومه شوه چې څه شمیر جاسوسان په پخوانی ختیځ یا « د آلمان دمو کراتیک جمهوریت» کې په کار ګمارل شوی وو.

د ۱،۶ میلیونو په شاوخوا کې عکسونه، سلایدونه او د عکسونو فلمونه په دغو دوسیو کې موجود او په الماریو کي ځای پر ځای شوي ول. دغو الماریو په مجموع کې د ۱۱۱ کیلومترو په اوږدودالی ځای نیولی وو. دغه جاسوسي اسناد په ۱۵ زره او ۵۰۰ بوجیو کې ځای پر ځای کړل شوي ول. په حقیقت کې دغه آرشیف د ختیځ المان د استخباراتی ادارې چې د شتازي په نوم هم شهرت درلود، پراخوالۍ څرګندوي.

د آلمان د فدرالی جمهوریت د «شتازی د اسنادو تر نامه لاندی» د نوی قانون له مخې، د ۱۹۹۲م کال د جنوري د میاشتې په دوهمه په برلین کې په رسمي توګه د شتازي آرشیف د عامه خلکو پر وړاندې پرانیستل شو. دغه قانون دا لاره هم برابره کړه، چي د پخوانی ختیح آلمان په رژیم کی د دولتی مامورینو د ونډو حدود هم معلوم کړای شي.

اولریک پوپي د مدني ټولنې یو فعاله چې د پخواني ختیځ المان اوسیدونکې ده د دغو دوسیو د پرانیستنې په ورځ د هغې لیدلو ته راغلی وه. هغه په دومره شمیر کې د دوسیو پر لیدلو حیرانه شوی وه. هغه وایي:

« هغوی زما پر وړاندي د ۴۰ په شاوخوا کي دوسیې کښېښودلې چې په هغو کي ما، زما د څارني او بدنامولو په اړه یو راپور پیدا کړ.»

پوپي اوس د، براندنبورګ، په ایالت کې د کمونستي دیکتاتوری د وضعیت د څیړني په اداره کې د کمشنري په توګه دنده تر سر ه کوي.هغې زیاته کړې:

« د مخبرانو شمیر تر هغه زیات وو چې ما فکر کاوه....د څارني اندازې او نورو په سوو تورونو زه حیرانه کړې وم.»

د هغې په وینا په کوڅه کې داسې کمره نصب شوې وه چې د دوې کور ته هر راتلونکی کس عکاسي کیده. پوپي په دغه دوسیو کې دا هم لوستي وو چې شتازي غوښتل څرنګه هغه له منځه یوسي.

« ما د لومړي ځل لپاره ولیدل چې هغوی څنګه په سیستماتیکه توګه د خلکو اعتبار ته ضرر رسوي.»

د پخوانی ختیځ آلمان لیکوال او شاعر، لوتز راتینیوو، د دغه آرشیف د پرانیستني په لومړۍ ورځ د خلکو غبرګونونه په یاد لري. هغه ته ورياديږي چي، ویرا لانګسفیلد، چې د میز شا ته ناسته وه او اوښکی یې پر میز څڅیدې. لانګلسفیلد د کمونست رژیم له مخالفینو څخه وه او اوس د صدراعظمي انګلا میرکل د مسیحي دموکراتانو ګوند له سیاستوالو څخه ده. هغه بیا وروسته په دې وپوهیده چې د هغې مخکني مېړه د جاسوس په توګه د هغې پر ضد کار کاوه.

همداشان راتینیو دا تصور نه کاوه چې ګويا د هغې نږدي دوستان دي مخبران وي:

«دا زما له پاره یوه مثبته تجربه وه. دغه دوسیې او نور شواهد زما له پاره لویه تجربه شوه، ما فکر کاوه چې زما دوستان به زما سره خیانت نه کوي. د دغو اسنادو له اسيته دا روښانه شوې ده، هغه دوه تنه چې ما پرې شک کاوه ګوښه کړای شوي دي.»

په همدې اړه پوپي بیا زیاتوي چې د خپلې دوسیې په لیدو سره هغه شکونه او ګمانونه چی دې درلودل، غلط نه ول.

« موږ تل په ټولیزه توګه پر ختیځ المان شکی وو. زه پوهیدلم چې هغوی څومره په مهارت سره جاسوسان جذبوي.»

هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چې هغه وخت اوس تیر شوی دئ او اوس زه ډیره مطمئنه یم.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم