1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شربت گلي د نيولو په تړاو د پاکستان پر تگلاري نیوکې

۱۳۹۵ آبان ۷, جمعه

درې ورځې وړاندي شربت گله په پاکستان کې د «پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې» له لوري د غیر قانوني اسنادو په تور ونیول شوه. اوس په ټولنيزيو رسنیو کې ځیني کسان د افغان مهاجرو پر وړاندي د پاکستان پر پالیسۍ باندې نیوکې کوي.

https://p.dw.com/p/2RovC
Afghanistan Sharbat Gula auf dem Bild von Steve McCurry
انځور: picture-alliance/dpa/Steve McCurry/National Geographic Society

شربت گله هغه وخت مشهوره شوه کله چې په ۱۹۸۵م کال کې د نیشنل جیوگرافیک، مجلې د هغې انځور په خپل لومړي مخ خپور کړ. هغه مهال شربت گله ۱۲ کلنه وه.

شربت گله په داسې یوه وخت کې نیول شوې ده چې د پاکستان حکومت له خپل هیواد څخه د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو پر ضد اقداماتو لاس پورې کړی دی. د رپوټونو له مخې ویل کیږي چې هغې په غیر قانوني توگه د پاکستان شناخته کارت، تر لاسه کړې.

د شربت گلې پر نیولو باندي په پاکستان کې ځينو کسانو پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي. د ټویټر فعاله کارونکي عمر قریشي په خپل ټویټ کې لیکلي دي: «د شربت گلې د نیولو پر ځای، حکومت باید هغې ته شناخته کارت ورکړي. ټوله نړۍ یې پیژني او موږ هغه زندان ته استول غواړو؟»

لیکوالې بینا شاه په خپل ټویټ کې لیکلي دي: «له شربت گلې سره هغه څه وشول، چې له هغو مهاجرو میرمنو سره کیږي چې په لیک لوست نه پوهیږي او پرته له ویلو اسناد لاسلیکوي.»

سید صلاح الدین بیا لیکلي دي: «پاکستان په نړۍ کې پیژندل شوې شربت گله ونیوله، خو دلته د تندلارو ډلو مشران نه نیسي.»

د ټویټر یوه بل کاروونکي احمد شجاع په خپل ټویټ کې لیکلي دي: «د شربت گلې نیول د پاکستان له لوري د افغان مهاجرو د ډارولو یوه بیلگه ده او د دې چلن له کبله افغان مهاجر خپل وطن ته د ستنیدو له پاره مجبوره دي.»

که څه هم ډیری پاکستانیان د شربت گلې د نیولو له کبله پر چارواکو نیوکه کوي خو د پاکستان یوه طبقه بیا د دې پلوي کوي چې افغانان خپل وطن ته ستانه شي. په پاکستان کې د راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتیدو نېټه د ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې په وروستۍ نیټه ختمیږي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلگرۍ غبرگون

د شربت گلې د نیولو قضیې په تړاو په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، او همداشان په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسلگرۍ څرگندونې کړي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر پر خپله فیسبوک پاڼه باندې لیکلي وو چې د شربت گلې د نیولو څخه په کابل کې خبر شو او خپلو همکارانو ته یې لارښوونه وکړه چې د هغې او د کورنۍ په لټه کې یی شي، چې په وینا یې هغوی هم ډیر ژر پیدا کړل.

د زاخیلوال په خبره اسلام آباد ته تر راتگ وروسته یې له قانوني لارې د دغې موضوع د حلولو پریکړه وکړه او تکړه وکیلان یې استخدام کړل. د پنجشنبې ورځې په پیغام کې هغه لیکلي وو: «د نن ورځی د پرمختګ پر بنسټ هیله مند یم چي په راتلونکو دوو ورځو کی به شربت ګله له بنده خلاصه او له خپلي کورنۍ سره يو ځای کړو.»

په پیښور کې د افغانستان لوی قونسلگرۍ هم تیره ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ول چې د شربت گلې د دفاع په خاطر یو مدافع وکیل موظف شوی چې په محکمه کې د هغې دفاع وکړي. په پیغام کې وړاندې راغلي: «امیدواره یو چې د محکمې سبانۍ پریکړې وروسته به د شربت گلې د تضمین او خلاصون چارې ژر بشپړې شي او دغې باعزته میرمن ته به هیواد ته د ستنیدو زمینه برابره شي.»

لومړۍ محاکمه

د جمعې په ورځ شربت گله محکمې ته وړاندې شوه او د څارنوال په خبره پر دې خبره یې ټینگار کاوه چې په جعلي توگه یې پاکستانۍ پیژند پاڼه نه ده جوړه کړې. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې پاکستاني څارنوال منظور عالم، ویلي دي چې د جمعې په ورځ په محکمه کې شربت گلې خپل هغه اعتراف بیرته اخیستی چې تحقیق کوونکو په وینا د نیولو پر مهال یې کړی وو.