1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شرقي آلمان ولسي قيام

۱۳۸۷ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان په ديموکراتيک جمهورريت کي د اوږدې مودې راايسي

https://p.dw.com/p/ELaW
د برلين د ديوال سره د 17د جون د قربانيانوهديره
د برلين د ديوال سره د 17د جون د قربانيانوهديرهانځور: AP

وضع په ايشيدو وه ۰ځکه چی ددغه هيواداقتصادي وضعه د دوهمی نړيوالی جګړی څخه وروسته ډيره خرابه وه ۰خو ددولت دمشروالتر اولبريښت لخوا «دپلان سره سم دسوسياليزم د جوړولو » تر اعلاميدو وروسته ، دخوراکي شيانوتهيه اورسول لاپسی خرابه سول ۰ پداسی حال کی چي درنو صنايعو وده وکړه، دژوندانه دورځنيو اړتياووشيان کم سول . خوراکی شيان لږ سول : دکوچو ،غوښو ،ميوې ،اوسابو دپاره تراوسه لاهم کوپونونه ورکول کيدل ۰خودالمان په بله برخه ، يعنی دالمان په اتحادی جمهوريت کی پدې وخت کی اقتصادی وده بريالۍوه ۰نودالمان دډيموکراتيک جمهوريت يعنی دختيځ المان ډيريو خلکوته دا، اوهم سياسی علتونه ددي سبب سول،چه شرقي المان ته شاکړي۰يوازی په ۱۹۵۲ کال کي ۱۸۰۰۰۰ کسه اود۱۹۵۳کال دجون دمياشتی ترپايه پوری ۲۲۶۰۰۰کسه لويديز المان ته راوتښتيدل۰خوسره له هغه هم په شرقي برلين کښي دختيځ المان حکومت هرڅه چي يې دلاسه کيدل ، دنارضايتۍ دډيرولو دپاره کول۰دمثال په ډول داپريل په مياشت کی يی دغوښو، هګيو،اودهغو خوراکی موادو بيه لوړه کړه چي شکره او بوره يې درلوده . وروسته دکار د وخت د ډيريدو له کبله عملآ معاشونه هم کم سول . دشوروي اتحاد دزورواک ،ستالين تر مړه کيدووروسته ، دشوروی اتحاد نوي رژيم پر شرقي المان باندی په خپله تګلاره کی دبد لون دراوستلو دپاره فشارراووړی . دکريملين مشرانو په اروپاکی، دخپلوپلويانو دسياسی اوپوځي ستراتيژيکي وضعي غم خوړۍ ۰دالمان دډيموکراتيک جمهوريت دحکومت مشر، اوتو ګروتو وول په غيرعادی ډول پر ځان باندی انتقاد، اوپرخپلو اشتباه ګانوباندي يې اقرار وکۍ .

ددی دپاره چه لويديزالمان ته تښتيدلي بزګران، کاسبان اوسوداګربيرته ختيځ المان ته راجذب کي ، دهغو دجايدادو دبيرته ورکولو ژمنه ورسره وسوه . قضاء بايد د خپلو بنديانو پر قضيو چه تعداد يې 60000 ته رسيدی ، د سره غور وکي . همدغسی دختيځ المان دولتی مشرانو غوښتل چی د کليساسره هم تفاهم ته ورسيږی .خودکاردشرايطوپه معیارونو کي کوم بدلون رانغی ۰اوهمدا داولس دقيام سبب سو.

نود۱۹۵۳ کال دجون دمياشتی پر ۱۶ نيټه دودانيودجوړولو کارګرانو دصدارت په مخکي دجون د۱۷ ورځی دپاره دعمومی اعتصاب بلنه ورکړه ۰دابلنه خاصتآ دلويديزو راډيو ګانو په واسطه په ټول ختيح المان کی خپره سوه .خلک پر احساساتو راغلی وه ،اوداسی ښکاريده چي رژيم ختم سوی دی . ۰په ځينو سيموکي حتی پاڅون کونکي دقدرت پر نيولو بريالی سوي هم وه . دشرقي المان حکومت پر حالتوباندی کنترول وختي لا د لاسه ورکړی ؤ،چه شوروی اتحاد اضطراری حالت اعلام کۍ .عسکرد خپلو ټانکونوسره په برلين کښي دقيام مرکز ، یعني دپوتسدام په نامه ميدان ته ولاړل۰ دغه ولسي قيام د نظامی لاري اوپه زور سره مات سو،په سلهاووکسه مړه اويازخمی سول ۰اوپه زرهاووکسه په بنديخانوکی ولويدل . ددغه ډول اعتراضونو دمخنيوی دپاره، د شرقي المان حکومت ،وروسته تر هغه داستخباراتويوه لويه دستګاه ، یعني شتازي جوړه کړه .