1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شرق څخه اروپا ته د ننوتو دروازه يونان دی

۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبه

د يونان ساحلي پوليس وايي چي په ۲۰۰۹م عيسوي کال کي ۱۹۰۰۰ افغاني مهاجر دغه هيواد ته راننوتي دي. د مهاجرو د ادارې ريس وايي چي، هلته تر ۴۰ زرو پوري افغانان ژوند کوي، چي د هغو د جملي څخه فقط ۲۰۰ تنه د پناهندګۍ مستحق دي.

https://p.dw.com/p/Qvgc
« په خاص ډول کوچنيان يا هغه نوي ځوانان چي سن يې تر اتلس کلنۍ کښته دی د کثافاتو په سطلونو کي په يوه ګوله ډوډۍ پسي ګرځي»
« په خاص ډول کوچنيان يا هغه نوي ځوانان چي سن يې تر اتلس کلنۍ کښته دی د کثافاتو په سطلونو کي په يوه ګوله ډوډۍ پسي ګرځي»انځور: AP

افغان مهاجر غواړي د يونان څخه نورو پر مختللو اروپايي هيوادونو ته ولاړ سي. ددوی څخه اکثره يي ايتاليا ته ځي. خو په ايټاليا کي د مهاجرينوو ضد د قانون پر اساس په ۲۰۰۹ م کال کي ۳۸۴۳ تنه افغان کډوال بيرته يونان ته وشړل سول.

ايتاليا او يونان ته د کوچنيو بادي بيړيو په واسطه تګ ډير خطرناکه دي. تر اوسه معلومه نه ده چي څومره کسانو په دغه لاره کي خپل ژوند دلاسه ورکړی. خو دا معلومه ده چي په اوبو کي د غرق سوو کسانو شمير ډير لوړ دی.

داچي افغانان په دغه هيواد کي تر کومو شرايطو لاندي ژوند کوي ، په يونان کي د نور په نامه اتحاديي غړي، نايل شکوري په دې اړه وايي:

« د افغاني مهاجرينو ژوند په يونان کي ډير خراب دی.خصوصاً هغوي چي،

ښځي او کوچنيان ورسره دي. ځينو کسانو ته حتي روحي ناروغۍ ورپيداسوي دي. اکثره کسان په لارو او سړکونو کي ژوند کوي او آينده ته ډير نا اميده دي.موږ څو څو واره هغوی ته ورځو او احوال يي نيسو. د رسمي ځايونو سره چي تماس نيسو نو د هغوی غم نه خوري.»

ده د کوچنيانو او تنکي ځوانانو ژوند ډير خواشينونکی وباله او زياته يي کړه:

« په خاص ډول کوچنيان يا هغه نوي ځوانان چي سن يې تر اتلس کلنۍ کښته دی د کثافاتو په سطلونو کي په يوه ګوله ډوډۍ پسي ګرځي. د ژمي په دغه سړو شپو او ورځو کي دوي د باندي په پارکونو کي ژوند کوي.»

دلته د پنجشنبې په ورځ د ميوو او ترکاريو د خرڅولو يو بازار سته. کله چي دغه بازار وتړل سي نو پاته او ورسته سوې ميوه يې مهاجرين راټولوي او خپلو کوچنيانو ته يي ورکوي.

دا هغه ډول مشکلات دي چي که څوک ورته ژر د حل لاره پيدا نه کړي، يو لوي ناورين به را منځته سي».

ده ددي پوښتني په ځواب کي چي څومرا افغانان هلته ژوند کوي داسي وويل:

د۲۰۱۰ ميلادي کال د جنورۍ او اگست د مياشتو تر منځ تقريباً ۱۷۸۰۰ افغاني کورنۍ يونان ته داخلي سوي دي. ۸۰۰۰۰ تنه مهاجر تر اوسه راجستر سوي چي اکثره يي فاميلونه جوړوي.

يونان اعلام کړي چي تصميم لري د ترکيې سره په ۲۰۰ کيلومتري ګډ سرحد کي د مهاجرينو په وړاندي د خنډ يو ديوال جوړ کړي.

د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ پر دريمه نيټه په آلمان کي د عفو د بين المللي سازمان مسوول وولفګنګ ګرينز د (فرانکفورتر روندشاو) ورځپاڼي ته وويل چي د آتن دغه اقدام د اروپا د بشري حقونو د اصولو سره مخالف يو کار دی.

دده په وينا يونان په دي ترتيب غواړي چي اروپا دي د بډايانو د يوې جزيري په توګه پاته سي چي هغې ته دي د بيوزلو کسانو د ورتګ څخه مخنيوی وکړي.

آژانسونه/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل