1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شفق مزل د شعر د سیالۍ د سریال لیکوال

Shafaq۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

نورګل شفق ډويچه ويلې «د آلمان غږ راډیو» ته د «شعر سيالۍ» په نوم يو لس برخه ییز سريال ليکلی. په دې ډرامه کې صوفيه يوه هوښياره، تکړه او هڅانده شاعره نجلۍ ده خو ميره مور او ناسکه ورور ورته تل ستونزې جوړوي.

https://p.dw.com/p/11cGG
نورګل شفق
نورګل شفقانځور: DW

هغوی هڅه کوي چې دا د پلار په نظر کمه راولي، خو پلار يې د هغې د هوښيارۍ له امله د قدر په سترګه ورته ګوري او مينه ورسره کوي. د فرهاد په نوم يو هلک د شعر په يوه سيالۍ کې له صوفيې سره مخ کيږي، هغې سره يې مينه پيدا کيږي. د شعر سيالي د صوفیې برخه لیک په ډراماتیک ډول بدلوي.

نورګل شفق د پاړه چنار کرم ايجنسۍ په لنډيوان سیمه کې نړۍ ته راغلی دی. کورنۍ یی هلته د مهاجرت ژوند تيراوه. په کورنۍ کې یې لوستي کسان نه وو، ځکه يې د زيږون نيټه نه ده ليکل شوې؛ خو د ده د ښوونځي له اسنادو څرګنديږي چې سږ کال (۱۳۸۹) دوه ويشت کلن شوی دی. پاکستاني ښوونځي کې يې زده کړه په اردو او انګريزي ژبه کوله؛ خو د ګڼ شمير پښتو ناولونو لوستلو سره يې په پښتو ژبه ليک او لوست زده کړ. نورګل شفق د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو سيمې اوسيدونکی دی، د دوی په سيمه کې يو ډیر ګڼ ځنګل دی چې «منډايیر» نوميږي. شفق په ۲۰۰۵ کال له خپلې کورنۍ سره يو ځای د افغانستان پر پوله راواوښت، نو له موټره کښته شو، د هيواد خاورې يې په موټي کې راواخيستې، په زړه پورې يې ونيولې او ښکل يې کړې. کله چی څلور کاله پخوا کابل ته راغی، نو له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. خو همت یې له لاسه ور نه کړ:

« د 2009 کال په لومړيو کې په کار بوخت وم، رنګمالي مې کوله، يوې راډيو زه په يوه ادبي خپرونه کې ميلمه کړی وم. ما به د کار په وخت راډيو په دې موخه اوريدله، چې که چيرې د کار کومه خبرتيا پکې خپره شي، نو زه به ورشم. ناڅاپه يوه سندريزه خبرتيا خپره شوه. د رباب ترنګ هم ورسره و. يوه وياند په خواږه غږ ويل چې دا اوونۍ „د لونګو اميل خپرونه“ کې ځوان شاعر نورګل شفق راسره ميلمه دی. چې دا مې واوريدل، غونی مې ځيږ شو. له خوښۍ ژړا راغله. ما ويل ځيني خلک به ښايي په خپل خيال کې ډير لوی سړی انځور کړی وم، خو دوی خبر نه دي چې زه رنګمالي کوم او اوس هم په يخنۍ کې لګيا يم کار کوم، کالي، مخ او لاسونه مې په رنګ لړلي دي.»

په 2008 کال کې يې په يوه مشاعره کې لومړۍ جايزه وګټله. هماغه ورځ ورنه د رسنيو يوې ادارې د کار غوښتنه هم وکړه: « بس له هماغې ورځې نو بیا کارونو منډې راپسې وهلې. داسې وخت هم راغی چې په يو وخت مې څلورو بيلا بيلو رسنيو سره کار کاوه».

نورګل شفق، برسیره پر رسمی بوختیاوو، د خپل رواني حالت او د موضوع په اقتضا کله کیسه لیکي، کله ډرامه او کله هم شعر. له انګريزۍ ژبې څخه یې هم د ماشومانو له پاره يو کتابګوټی چې «د جان ګل شينو» نوميږي راژباړلی، چې د مصور بنسټ له خوا چاپ شوی دی. «بارانونه» یې د شعرونو ټولګه ده چې چاپ ته چمتو ده. «عقل مير ماما» یې د ماشومانو لپاره د راډيويي ډرامو ټولګه ده، چی تر اوسه نه ده چاپ شوې.

«له ډیرو کلونو راپه دې خوا د خپل ژوند خاطرات ليکم. حتی خوبونه مې هم ليکم. انځورګري او خطاطي کوم. زياتره په تير وخت کې اوسيږم. کله چې يوازې شم نو شپيلۍ او رباب د ځان ملګري کړم. حساس سړی یم- د درد په حالاتو کې مې د سترګو پر ځای زړه ژاړي».
نورګل شفق «د افغان ادبي بهير» غړی دی. « دغه بهیر په ادبي برخه کې خورا فعال دی- داسې چې هان زموږ ملګري چې د کابل پوهنتون د ادبياتو څانګې زده کوونکي دي، وایي هغه څه چې په پوهنتون کې نه شي زده کولی دلته یی زده کوي. خو د بهير لخوا چا ته ډيپلوم نه ورکول کيږي، ځکه غواړم چې په نږدې راتلوونکي کې د ادبياتو او ژورناليزم دواړو برخو کې رسمي زده کړې وکړم».

ليکونکی: نورګل شفق

کتونکی: نسيم صابر