1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي افريقا څخه ورځ تر بلي مهاجرت ډيريږي

۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د تونس کاتوليکي ستراسقف مارون لامن وايي چي په تونس کي د مهاجرينو لانجه د ليبيا د کورنۍ جګړې له امله نوره هم پېچلې شوې. د ۱۲۰ زرو څخه زيات مهاجرين د ليبيا څخه تونس ته اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/REEa
د ايتاليا په لمپيدوزا کمپ کي د شمالي افريقا کډوال
د ايتاليا په لمپيدوزا کمپ کي د شمالي افريقا کډوالانځور: picture alliance / dpa

د تونس څخه مهاجرت تر انقلاب وروسته دوه چنده نه، بلکي درې چنده زيات شوی دی. د هيواد اقتصاد ډيرخراب دي او سياحت هم. يوازي په دې برخه کي کابو يو نيم مليونه انسانان بيکاره سوي دي.

ستراسقف لامن وايي چي په دي ځوانانو کي ځيني يې په لوړو زده کړو سنبال تونسيان هم دي چي په حقيقت کي ورته په تونس کي د ډيموکراسۍ په لور په سفر کي اړتيا ليدل کيږي. دا هيواد د شمالي افريقا د لومړي هيواد په توګه دا چانس لري چي ډيموکراسي پکښي رامنځته سي. تونس د دې لومړۍ بيلګه کيدلای سي چي اسلام او معاصره ډيموکراسي سره جوړ راتلای سي.

ستراسقف لامن وايي چي هغه تونسي ځوانان چي په تونس کي يي د بدلون په راوستلو کي ونډه درلوده، هغوي په شمالي افريقا کي د انقلاب د غورځنګ په اړه د اروپايانو د غبرګونو څخه ډير ناهيلي دي. دوی همدا ډول پر ليبيا پوځي بريدونو ته هم د انتقاد په نظرګوري. لامن وايي چي لويديځ بايد دې ته توجه وکړي چي د قذافي پر ضد بريدونه د ناټو پر ضد يو د مقاومت غورځنګ را ونه پاروي.

« په عربي نړۍ کي د پوځي مداخلي په اړه ډير شکونه موجود دي، که د دي مداخلې مقصد نيک هم وي. د عراق جنګ تر اوسه زموږ په فکرونو کي دی. که د ناټو موخه په رشتيا د ليبيايانو ازادول وي نو بايد دا کار ژر تر سره سي. خو زه ويره لرم چي دا به ډيره موده دوام وکړي او څومره چي دا ډير دوام کوي هومره يې په عربانو کي ملاتړ کميږي.»

د تونس په انقلاب کي عيسوي کليسا کوم لوي رول ونه لوبوو. خو لامن وايي چي کليساوي اوس غواړي د ډيموکراسۍ د غورځنګ په ملاتړ سره او د مهاجرينو سره د مرستي د لاري په دي کي ونډه ولري.

د شمالي افريقي د مهاجرو سره د لا زياتي مرستي خبره د المان د اسقفانو د کانفرانس د کمېسيون مشر ستر اسقف لوډويګ شيک هم وکړه. کاتوليکي کليسا د بيلا بيلو مرستندويه ټولنو د لاري د اټاليا په لمپيدوزا ټاپو کي چيري چي په زرهاو تونسي مهاجر راغلي، د کاليو او خوراکي توکو مرستي کوي.

دوی ددې مهاجرينو سره د اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کي هم کومک کوي. د دې سره سره کليسا د سياستوالو پام هم دې ستونزي ته راګرځوي.

« موږ بايد سياست والو ته ووايو چي د مهاجرينو کومه ستونزه چي د ايټاليا په لمپيدوزا ټاپو کي موجوده ده، هغې ته بايد ټوله اروپايي تولني متوجې سي او مرسته بايد وکړي. اروپا غواړي چي د متحدو دولتونو يوه اروپا اوسي، نو سړی يو هيواد بايد يوازي پرې نه ږدي. »

د افريقا او المان ۲۱ اسقفان غواړي چي د غونډي په پای کي خپلي غوښتني سره رايوځای کړي. دوی په پام کي لري چي د المان د ولسمشر کرستيان وولف سره د ليدني کتني پر وخت چي د پنجشنبې په ورځ تر سره کيږې، د خپلو وړانديزونو د کتلو په اړه خبري وکړي.

انتيېا/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل