1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د توغندی ازموينه ناکامه سوه

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه

د شمالي کوریا د لیري واټن ویشتونکی توغندی ازموینه ناکامه شوه. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه راغوښتې، چي ددې شورا له پریکړي څخه د سرغړوني په اړه د پیونگ یانگ په وړاندي پريو اقدام باندي فکر وشي.

https://p.dw.com/p/14dTv
انځور: Reuters

له څو اونیو فشارونو سره سره، شمالي کوریا بالاخره د جمعې په ورځ د لیري واټن ویشتونکی توغندی و ازمويه، خو تر توغولو لږ وروسته دغه توغندی وچاودید.

د جنوبي کوريا، جاپان او امريکا چارواکو خبر ورکړی دئ چي دغه غندی د کوریا او چین تر منځ په ژړ سمندرگي کې د ۱۲۰کیلومترو واټن تر وهلو وروسته راولوید.

د پیکینگ د ادعا له مخي پر دغه توغندی باندی یو سټلايټ نصب شوی وو، د دغه هیواد د فضایي چارو مرکز د چارواکو په وینا فضا ته د دغه سټلايټ د لیږلو موخه په هیواد کي د ځنگلونو او طبيعي وسایلو په اړه معلومات راټول ول.

جاپان چي د خپل هیواد د توغندیو دفاعي سیستم ئې د تیارسئ په حالت کې وو، ویلي دي چې نوموړی توغندی د دوی هوایي قلمرو او خاوري ته کوم گواښ نه وو متوجه کړی.

د جاپان د دفاع وزیر، ناووکي ټانکا، وویل چې باورکیږي چې نوموړی توغندی تر یوې دقیقې الوتني وروسته سمندر ته راولوید. د هغه په وینا په ټوله کي دغه څه د دوی خاوري ته کوم گواښ نه وو اړولی.

پیونگ یانگ د دغه هیواد د پخواني مشر کم ایل سونگ، د سلمي کلیزي په ویاړ دغه ازموینه تر سره کړه. خو واشنگټن بیا وایي چي دا په اصل کې د یوه توغندی ازموینه وه چې د ملگرو ملتونو له خوا پر شمالي کوریا باندي د توغندیو د ازمویني له بندیز څخه سرغړونه ده. د پیونگ یانگ رژیم هم د خپل راکټ سقوط منلی دئ.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د يوې بېړنۍ غونډي د رابللو خبر ورکړی دئ، چي د شمالي کوریا له لوري د دغه توغندی د ازمویلو پر سرخبري وشي.

تیره ورځ په واشنگټن کې د G-8 د بهرنیو چارو د وزیرانو په سرمشریزه کي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري ویلي ول چې بې له شکه شمالي کوریا د بلاستیکي توغندیو له ټینکالوژۍ څخه کار اخلي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله ویلي دي چې د نوموړي توغندی ازموینه به په سیمه کي لا هم فشارونه سره ډیر کړي. د هغه په وینا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا باید دې ته یو سخت ځواب ورکړي.

روسیه چې په عامه توگه د پیونگ یانگ پر وړاندي له نرم دریځ څخه کار اخلي خبرداری ورکړی دئ چې د توغندی دغه ازموینه د ملگرو ملتونو له پریکړه لیک څخه سرغړونه ده.

خو د شمالي کوریا ملاتړی هیواد چین لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا د ملگرو ملتونو له پریکړي څخه سرغړاوی دئ که نه. په ملگرو ملتونو کې د پیکینگ استازي ویلي دي، چي چین «ډیر اندیښمن دئ. موږ فکر کوو چې په سیمه کې ثبات او ضرورت تر ټولو مهم دئ.»

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل