1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د توغندی له کبله هوايي شرکتونه خپلي لاري بدلوي

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14aCf

د شمالي کوريا تر هغه اعلان څو ورځي دمخه چي غواړي د اوږده واټن توغندی فضأ ته وليږي، د آسيا ډيرو هوايي شرکتو د هوايي لارو د تغيريدو اعلان کړی دئ. د شمالي کوريا د سرچينو پر اساس به يو انتقاليدونکی راکټ، د پنجشنبې او دوشنبې تر منځ، يو سټلايت فضا ته ولېږدوي.

خو لوېديځ پر شمالي کوريا باندي شک کوي، چي د سټلايټ تر نامه لاندي غواړي داسي يو توغندی امتحان کړي، چي اټومي سرګولولې انتقالولای سي.