1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا راکيټ د نړيوالي ټولني د سختو نيوکو سبب ګرځېدلی

۱۳۸۸ فروردین ۱۶, یکشنبه

شمالي کوريا تيره ورځ په ځايي وخت 11 نيمو بجو خپل نوی توغندی د ګواښونو سره سره په برياليتوب سره هواته توغولی دی.

https://p.dw.com/p/HQZ6
د شمالي کوريا راکيټ فضاته د توغولو پر مهال
د شمالي کوريا راکيټ فضاته د توغولو پر مهالانځور: AP

کويات پطر له توکيو څخه رپوټ راکوي، د هواپېژندې څانگې د اتوار يا يکشنبې ورځې ته د شمالي کوريا د راکټ توغونې په سيمه موسودانري Musudanri باندې د شنه آسمان او بې باده هوا وړاندوينه کړې وه: د کمونستي هېواد د راکټونو د توغونې د پاره، کومې ته چې جاپان، د امريکې متحده ايالتونه او جنوبي کوريا د ملگرو ملتونو د1718 پرېکړې څخه د مخالف عمل په سترگه گوري، يوه ښه مناسبه هوا. له دې پيشگويي څخه نيمه گړۍ وروسته د جاپان د کابينې عمومي منشي کاوامورو څرگنده کړه:

«نن په 11 بجو او 30 دقيقو شمالي کوريا خپل توغوندي هوا ته والوزاوه.»

تر دې وخته پورې دا خبره هم څرگنده شوې وه، چې د شمالي کوريا راکټ د پلان سره سم د جاپان پر شمال باندې تېر شوی وو. څرنگه چې د شمالي کوريا د حکومت لخوا د ملگرو ملتونو اړوندو څانگو ته په رسمي ډول سره خبر ورکړل شوی، در راکټ لومړۍ توغوونکې برخه د جاپان په سمندرگي کې او دوهمه برخه د جاپان ختيز ته په آرام سمندر يا الکاهل کې راپرېوتې.

د جاپان دفاعي راکټونو، کوم چې په Iwata, Akita او د توکيو چاپېر تعبيه شوي، اجازه نه درلوده غبرگون وښيي. جاپان اعلان کړی وو، که چېرته د شمالي کوري توغوندي له کنترول څخه ووزي، نو دوی به گذار پرې کوي.

د هغه څه له مخې چې تر اوسه پورې سر ته رسېدلي ويل کېدلی شي، چې شمالي کوريا په دې کارکې برياليتوب تر لاسه کړی، کوم واقعيت چې پر اتومي ځواکوالي باندې دلالت کوي. اوس اوس هم د امريکې متحده ايالتونو او هم جنوبي کوريا دا توغونه تائيد کړېده.

په جنوبي کوريا کي لاريون کونکو د شمالي کوريا د چارواکو او راکيټ انڅورونو ته د احتجاج په توګه اور واچوی
په جنوبي کوريا کي لاريون کونکو د شمالي کوريا د چارواکو او راکيټ انڅورونو ته د احتجاج په توګه اور واچویانځور: AP

په 1998 ميلادي کال کې شمالي کوريا د لومړي ځل د پاره د ټيپوډانگ يو Taepodong-1 په نامه د ليرې واټن توغوندي په برياليتوب سره وآزمايه. د 2006 ميلادي کال د جولای په مياشت کې ورته يو راکټ له آلوتنې څخه لږ څه وروسته رانسکور شو. کاوامارو يوه بيړني رابللي مطبوعاتي کانفرانس ته په ډاگه کړه:

«د زياد افسوس ځای دئ، چې شمالي کوريا په رښتيا سره هم دا راکټي آزموينه سر ته رسولې. جاپان به د هغه په وړاندې سخت اعتراض کوي.»

نوموړي وړاندې ټينگار وکړ، چې تر اوسه پورې د دې څرگندونې وخت نه دئ را رسېدلی، چې آيا د شمالي کوريا دا ټرانسپورټي راکت سپوږمکۍ وړونکی دئ او که بالستيکي وسلې وړي.

په هر صورت، دا بريالۍ آزموينه بې وزله او کمونستې شمالي کوريا ته د امريکې له متحده ايالتونو سره د معاملې په اړوند د فشار مناسبه آله په لاس ورکوي. شمالي کوريا د خپلو اتومي پروگرامونو د بندولو په بدله کې انرژي او اومه توکي غواړي. خو د بارک اوما له راتگ راهيسې، شپږاړخيزه خبرې اترې نه دي شوې.

د شمالي کوريا د پاره د راکټونو دا برياليتوب د کورني سياست له اړخه هم د اهميت وړ دئ. څارونکي گمان کوي چې کيم يونگ ال کاواکه شوی او عوضي يې پلټل کيږي. خو له راکټي توغونې سره يې يو ځل وښوده، چې هنوز هم د چارو واگې کلکې په لاس کې لري.

Kujath / محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل