1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا سرحدي ځواک جگړې ته اماده سوی

۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعه

د شمالي او جنوبي کورياو ترمنځ «تبليغاتي جنگ» زور اخيستی. د دواړو هيوادونو ترمنځ تر توپخانې بريد وروسته، کمونيستي شمالي کوريا خپل سرحدي ځواکونه د تيارسی حالت ته راوستلي.

https://p.dw.com/p/1GJC2
انځور: Reuters/the Defense Ministry/Yonhap

د شمالي کوريا د دولتي آژانس «KCNA» د راپور له مخي د دغه هيواد لارښود کيم جونگ اون، پوځ ته لارښوونه کړې ده چي سرحدي ساتونکي بايد «په بشپړه توگه يو ناببره جنگ ته تيار وي.»

دغه پريکړه د کيم په مشرتوب پوځي کمېسيون په يوه ځانگړې پوځي غونډه کي کړې ده.

په سرحد کي شخړه

د پنجشنبې په ورځ د دواړو کورياو په سرحد کي د توپونو نښتي سوي. په سيول کي د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي له هغه وروسته چي د شمالي کوريا له خوا يو توغندی ور وتوغول سو، دوی هم پر شمالي اړخ توغندي توغولي دي.

تر دې دمخه د جنوبي کوريا خبري آژانس «يونهاپ» د لويو پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی وو چي شمالي کوریا په سرحد کي د جنوبي کوريا يو پوځي غونډ بمبار کړی دئ.

جنوبي کوريا پر شمالي کوريا تور لگولی چي د سرحد په غير پوځي سيمي کي ئې ماينونه ښخ کړي او دو دوی دوه عسکر ئې ټپيان کړي دي.

امريکا متحدو ايالاتو د شمالي کوريا پر دغو کړنو نيوکي کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي چي «دغه شان لمسونکي کړني يوازي او يوازي وضعيت خرابوي.»

د دغه وزارت يوه وياند ويلي دي «موږ په دې اړه اندېښمن يو». شمالي کوريا بايد خپل لمسونکي اقدامات بند کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب