1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا له خوا د توغندي ازموينه په نړۍ واله توگه وغندل سوه

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14dvz

د شمالي کوريا له خوا د توغندي د ناکامه ازموينې وروسته پر دغه هيواد په نړۍ واله توگه نیوکې سوي دي. د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون ويلي دي چي د شمالي کوريا دغه ازموينه په ښکاره ډول د ۲۰۰۹م کال د ملگرو ملتونو له پرېکړي څخه سرغړاوی دئ.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هم د شمالي کوريا پر دغه ازموينه خواشيني څرگنده کړې ده. د امريکا د متحده ايالتونو تر څنگ، اروپايي ټولنې او ناټو هم د راکټونو دغه ازموينه غندلې ده. د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېسټروېله د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ د اړيکو د لا کړکېچن کېدلو څخه خبرداری ورکړی دئ.

دا پداسي حال کي ده چي شمالي کوريا د جمعې په ورځ د لیرې واټن ویشتونکي توغندي د توغولو ناکامه ازموينه کړې وه. د پيونيگ یانگ د مشرتابه په وينا دوی غوښتل د دغه راکټ له لاري يوه مصنوعي سپوږمکۍ خلا ته واستوي. خو لوېديځ بيا اټکل کوي چي شمالي کوريا د اټومي خوليو د وړلو توان درلودونکي راکټ ازمويل غوښتل.