1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا په مهمو اتومي تاسيساتو کي فعاليت

۱۳۹۴ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

د شمالي کوريا د اتومي انرژۍ سازمان گواښ کړی دئ چي تيار دي د امریکا او نورو «دوښمنو هيوادونو» جواب په اتومي توان سره ورکړي. ويل کيږي چي د «يانگ بيان» په اتومي دستگاه کي ټول تجهيزات فعال او د يورانیمو غني کول پيل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GWrM
انځور: Kate Hairsine

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي شمالي کوريا د سه شنبې په ورځ رسمي هغه خبر تائيد کړی چي وای شمالي کوريا خپل مهم هستوي تاسيسات فعال کړي دي.

په هغه رسمي بيانيه کي چي د شمالي کوريا په دولتي رسنيو کي خپره سوې ده، د دغه هيواد چارواکو تائيد کړې ده چي «پانگ بيان» اټومي دستگاه ئې «په خپل ټول ظرفيت» سره فعاله کړې ده.

په بيانيه کي ټينگار سوی دئ، چي پيونگ يانگ تلاش کوي د دغو تاسيساتو «کميت او کيفيت» پراخ کړي او له دې واکه هر وخت چي اړتيا وه د امريکا پر ضد کار واخلي.

د شمالي کوريا دولتي خبري آژنس د دغه هيواد د اتومي انرژۍ سازمان د رئيس په حواله لیکلي دي: «په يانگ بيان اتومي دستگاه کي ټول تاسيسات فعال سوي چي په هغو کي د يورانيمو او اتومي راکتورونو غني کول هم شامل دي.»

د شمالي کوريا د اتومي انرژۍ رئيس دغه راز ټينگار کړی دئ: «که امريکا او نور دوښمن هيوادونه د شمالي کوريا پر ضد خپل يرغلگر سياست ته دوام ورکړي، پيونگ يانگ تيار دئ چي په خپل ټول هستوي توان سري دغو هيوادونو ته جواب ورکړي.»

د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان تيره اوونۍ اعلان کړی وو، چي د سپوږمکيو انځورونه ښيي چي د شمالي کوريا په دغه اتومي دستگاه کي فعاليتونه ډېر سوي دي.

د شمالي کوريا دولتي خبري آژانس دغه راز راپور ورکړی دئ، چي دغه دستگاه نوو اتومي آزموينو ته تياريږي.

کار پوهان هم په دې نظر دي چي کيدای سي شمالي کوريا د دواړو کورياو ترمنځ اوبو کي د ليري واټن اتومي توغندی وآزمويي چي دا به بيا د نوو نړيوالو بنديزونو لگولو بحث راپورته کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب