1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

شمالي کوریا بیا توغندی توغولی دی

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

د ترینګلتیا د راکمیدو نخښې نښانې نه لیدل کیږي، خو د دې برعکس د شمالي کوریا شخړه لا پسې زور اخلي. د ټولو جزایي اقداماتو سربیره هم شمالي کوریا یو ځل بیا توغندی توغولی دی، خو دا ځل توغندی د جاپان پر خاوره تیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/2j08D
Nordkorea Kim Jon-un besucht U-Boot
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sinmun

د جنوبي کوریا د معلوماتو له مخې شمالي کوریا یو توغندی توغولی چې د جاپان پر سر تیر شوی دی. د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې دغه بالستیک یا قاره یي توغندی د شمالي کوریا پلازمېني پیونګ یانګ ته څیرمه له یوې سیمې څخه توغول شوی او ۲۷۰۰ کیلومتره واټن یې وهلی دی.

د جاپان د دفاع وزیر ایتسنوري اون اودیرا، ویلي دي چې دغه توغندی په درو برخو ویشل شوی او د جاپان د هوکایدو جزیرې څخه ۱۱۸۰ کیلومتره وړاندې په آرام سمندرګي کې لګیدلی دی.

د جاپان د ان اچ کې، د تلویزوني شبکې د دغه هیواد د پوځ له قوله ویلي دي چې د دغه توغندي پر ضد کوم دفاعي توغندی نه دی توغول شوی. تر دې دمخه جاپان ویلي وو چې د شمالي کوریا توغندي که چیرې د دې هیواد خاورې ته کوم ګواښ پیښ کړي، د جاپان لخوا به وویشتل شي. د جاپان د دفاع وزیر ویلي دي چې د دوی پر خاوره د توغندي د دوو دقیقو تر الوتنې وروسته پوځ دې اټکل ته ورسید چې دغه توغندی د دوی خاورې ته کوم ګواښ نه پيښوي.

Nordkorea schießt Rakete über Japan hinweg
انځور: picture-alliance/dpa/kyodo

د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې، د یوه داسې جدي ګواښ څخه یادونه کړې ده چې بیلګې یې نه لیدل کیږي. هغه ویلي دي چې جاپان به د خپل ولس د خوندیتوب له پاره ټول اړین ګامونه پورته کړي. هغه په عین وخت کې ویلي دي چې هیواد به یې له ملګرو ملتونو څخه وغواړي چې د شمالي کوریا پر واکمن کیم جونګ اون، باندې فشار زیات کړي. د آبې په خبره هغه د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره ۴۰ دقیقي تلیفوني خبرې کړي دي او ده ته يې ډاډ ورکړی دی چې هیواد به یې په بشپړه توګه د جاپان تر شا ودریږي.

د جنوبي کوریا پوځي مانورونه

په ورته وخت کې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان، خپلو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د جګړې کولو قدرت وښيي. د یوه ویاند په وینا د پوځي مانورونو په ترڅ کې څلورو F15K ډوله جنګي جېت الوتکو د کوریا دننې پولې ته څیرمه بمونه غورځولي دي. زیاته شوې ده چې واشنګټن او سئول، به پر دې باندې یو ځل بیا غور وکړي چې «ستراتیژيکي» دفاعي وسلې جنوبي کوریا ته ولیږدول شي. خو په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د جنوبي کوریا د ملي امنیت شورا د شمالي کوریا د توغندي ازموینه د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه د سرغړونې په توګه غندلې ده. د دیپلوماتانو د معلوماتو له مخې د جاپان او متحدو ایالاتو په غوښتنه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ یوه بیړنۍ غونډه وکړي.

له مخکیني خبرداري پرته

دا له ۲۰۰۹م کال وروسته لومړی ځل وو چې د شمالي کوریا کوم توغندی د جاپان پر خاوره تیریږي. خو د جاپاني رسنیو د رپوټونو له مخې دا لومړی ځل وو چې د کوم مخکني خبرداري څخه پرته دغه توغندی توغول شوی دی. په دې سره د شمالي کوریا کړکیچ اوس یوې بلې کچې ته رسیدلی دی.

د متحدو ایالاتو دفاع وزارت دا خبره تائید کړې ده چې د شمالي کوریا له لوري توغول شوی توغندی د جاپان له خاورې تیر شوی دی. د پېنتاګون ویاند روبېرت مېننګ، په واشنګټن کې ویلي دي چې د توغندي د الوتنې مشخصات ارزول کیږي. د هغه په خبره داسې اټکل کیدای شي چې دغه توغندی متحده ایالاتو ته کوم ګواښ نه پیښوي.

د تیرې اونۍ په اوږدو کې هم شمالي کوریا د متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا د ګډو پوځي مانورونو په جریان کې د لنډ واټن درې توغندي توغولي وو. خو متحده ایالات وایي چې دغه څه د امریکا خاورې او په آرام سمندرګي کې د دوی ګوام ټاپو ته کوم ګواښ نه پیښوي.

د ملګرو ملتونو څو پریکړه لیکونه شمالي کوریا د دغه ډول توغندیو له ازمویلو څخه منع کوي. خو دغه هیواد څو وارې د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کړې ده. په جولای میاشتې کې شمالي کوریا دوه بالستیک یا قاره یي توغندي وازمویل چې په نړیواله کچه د غصې د راپاریدو سبب شول. د هغې په غبرګون کې ملګرو ملتونو پر دغه هیواد باندې تر اوسه تر ټولو سخت بندیزونه ولګول.