1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د شمالي کوریا د توغنديي ازموني په هکله غونډه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکي توغندی تر ازموینې وروسته د ملگرو ملتونو امنیت شورا یوه بیړنۍ غونډه کوي. ناټو هم د شمالي کوریا د توغندي نوې ازموینه غندلې ده.

https://p.dw.com/p/2czT9
Südkorea TV Nordkorea Propaganda
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-Joon

د اوروگوای استازي چې اوس د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه لري ویلي دي چې شورا د سه شنبې په ورځ یوه غونډه کوي. دغه غونډه د شمالي کوریا د توغندی د نوي آزمويني په تړاو تر سره کیږي.

شمالي کوریا په دوو اوونیو کې د یوه بل بالستیک توغندی ازموینه وکړه. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې توغندی تر۷۰۰ کیلومترو واټن وهلی وروسته د روسیې له پولې ۵۰۰ کیلومتره وړاندي په سمندري کې لگیدلی دی.

داسې ویل کیږي چې د شمالي کوریا د توغندي نوې ازموینه د امریکا متحدو ایالاتو پر وړاندي د خبرداري په توگه انگیرل کیږي. د سویلي کوریا خبري آژانس یونهاپ، ویلي دي چې د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس کې سي ان اې، د دغه هیواد د واکمن کیم جونگ اون، له قوله ویلي دي چې امريکا باید واقعیت له پامه و نه غورځوي. هغه ویلي دي چې د امریکا وچه په پاسفیک کې د امریکا ماموریتي ساحې د دوی د توغندیو تر برید لاندې راتلی شي او په وینا یې د غچ اخیستنې له پاره ټول وسایل لري.

په سویلي کوریا کې د مون جای ان، د ولسمشرۍ د دورې له پیلیدو راهیسې دا د شمالي کوریا لومړنۍ ازموینه وه. د سویلي کوریا د معلوماتو له مخې دغه توغندی د گاونډي هیواد په شمال لویدیځ کې پروت له کوسونگ څخه توغول شوی دی.

په پاسفیک کې د امريکا متحدو ايالاتو د قوماندې مرکز د توغندي توغول تائید کړي دي. خو د هغوی په خبره ښایي دا د کوم لیري واټن ویشتونکی توغندی نه وي.

چین چې د شمالي کوریا له کمو شریکانو څخه یو دی د آرامه پاتېدو غږ کړی او متحدو ایالاتو د موجودو بندیزونو د لا سختولو غوښتنه کړې ده. په ملگرو ملتونو کې د امريکا استازې نیکي هیلې، د ټویټر په خپل لنډ پیغام کې لیکلي دي چې «داسې کومې بهانه نه شته چې د شمالي کوریا کړنې توجیه کاندې. دا خطر ریښتنی دی.»

ناټو هم د شمالي کوریا د توغندیو پروگرام ته په انديښنې سره گوري. د ناټو یوې ویاندې ویلي دي چې دا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده. د دغې ویاندې په وینا د توغندیو ازموینه د «نړیوالې سولې له پاره یو گواښ دی.»

په عین وخت کې شمالي کوریا ادعا کړې ده چې د یکشنبې ورځې د توغندي ازموینه د توغندیو نوې بڼه ده چې اتومي سرگلولې هم انتقالولی شي. خو د چارو پوهان وایي چې د شمالي کوریا توغندي ښایي تر۴۰۰۰ کیلومتره واټن ووهلي شي او په گاونډ کې پراته سویلي کوریا او جاپان په نخښه کړی شي، خو د متحدو ایالاتو وچې ته نه شي رسیدای.

زموږ له ارشيف څخه: