1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا واکمن ته د مارشارلۍ لقب ورکړل سو

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15ZU7

په شمالي کوریا کي اوسنی واکمن کیم یونګ اون، ته د مارشالۍ لوړ پوځي لقب هم ورکزل سوی دئ. دولتي رسنیو خبر ورکړی دئ چې ده ته دغه لقب اوه میاشتی وروسته تر هغه ورکول کیږي چې په دغه کمونیستي هیواد کې ئې قدرت په لاس کې اخیستی دئ.

دغه لقب د اوسني مارشال ري هونګ یو، څخه دغه دېرش کلن ته ورکول کیږي. خو دغه کار په بهرنیو هیوادونو کې داسي گنگوسی خپور کړی دئ چی ګواکې په پیونګ یانګ کې د قدرت پر سر مبارزه روانه ده. کیم یونګ اون په دسمبر کې د خپل پلار تر مړیني لږ وروسته د ګوند د عمومي منشي، د امنیتي ځواکونو د مشر او د حکومت د مشر په حیث وټاکل سو.