1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شوروي اتحاد تاریخي اشتباه، د افغانانو د غمیزی پیل

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

له نن څخه ۳۲ کاله مخکې افغانستان کې د شوروي اتحاد سور پوځ مداخله وکړه او څه کم لس کاله په جګړه بوخت شو. افغانانو ته دغې جګړی ناخوالې پایلې درلودي. د وخت ولسمشر میخایل ګوربه چوف دغه جګړه د «ناسور ټپ» وګاڼه.

https://p.dw.com/p/13a5H
پر افغان د شوري برید نه یوازې افغانستان د ستونزو سرم مخامخ کړ بلکه شوري یې هم له پښو پریښود
پر افغان د شوري برید نه یوازې افغانستان د ستونزو سرم مخامخ کړ بلکه شوري یې هم له پښو پریښودانځور: AP

د ۱۳۵۸ کال د جدې د میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان شمالي ګاوندي پر دغه هیواد پوځي یرغل وکړ. دا چې د دې یرغل لامل څه ؤ تر نن پورې د کارپوهانو او سیاستوالو تر منځ ورباندې اختلاف نظر دی. خو ډیری په دی موضوع د نظر توافق لري چې د شورویانو پوځي مداخلې سره د افغانستان جګړی نړیوال اړخونه پیدا کړل. له بریتانوي ښکیلتیا څخه وروسته یو ځل بیا افغانستان باندې د «پردیو له خوا د یو اشغال شوي هیواد» نوم کیښودل شول.

لویدیځې نړۍ د افغانستان د اشغال پر ضد غبرګون ښکاره کړ او هغه یې نه یواځي  وغاندله بلکه د افغانستان د مقاومت څخه یې په ښکاره توګه ملاتړ پیل کړ.

د پوحی مداخلې پس منظر

د خلق د دیموکراتیک ګوند فراري مشر ببرک کارمل چې له دغو پوځونو سره یو ځای افغانستان ته بیرته ستون شو او سیاسي قدرت یې په خپل لاس کې ونیو وویل چې د «شوروی محدود پوځي قطعات» د «افغانستان د حکومت» په بلنه دې هیواد ته راغلي دي. خو له کارمل څخه مخکې د خلق د دیموکراتیک ګوند بل مشر، حفیظ الله امین، د حکومت چارې په غاړه درلودې او د تاریخ لیکونکو په وینا امین د تاج بیک په ماڼۍ کې د رسمي اشغال څخه لا مخکې د شوروی د یوې خاصې کوماندو له خوا وژل شوی وو. 

د هغو محرمو اسنادو له مخې چې د پخواني شوروي اتحاد له ارشیف  څخه لاس ته راغلي روښانه کیږي چې د هغه وخت سیاسي او پوځي مشرانو د افغانستان پوځي اشغال د «شوروی اتحاد یوه تاریخی اشتباه او غمیزه» نومولې ده.
 
ډیری څارونکي وایي چې دغه اشغال د شوروي اتحاد په دننه کې هغه یو تباه کونکی طوفان په خوځښت راووست چې په پای کې د شوروي د امپراطورۍ د ړنګیدو بهیر ګړندی شو.

د شوروي د ارشیف دغه اسناد ښیې چې د دغه هیواد مشرۍ دیره لیوالتیا نه درلوده چې افغانستان ته ډیر زیات سرتیري واستوي. خو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند مشرانو په دې اړه زیات ټینګار درلود.

د اسنادو له مخی د نوموړي ګوند د مشرۍ تر منځ اختلافاتو، د افغانستان د مقاومت د لمن پراخیدو او د کرملین دا اندیښنه چې له «حفیظ الله امین څخه دوهم انور السادات» جوړ نه شي، د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سیاسی بیرو د یوې کوچنۍ کړۍ په منځ کې د یرغل لپاره تصمیم ونیول شو. 

د سور پوځ طلسم مات شو

له پوځي مداخلې څخه وروسته ډیر ژر شوروي پوځونو ته معلومه شوه چې هغوی په افغانستان کې د هغه یو ماموریت د تر سره کولو لپاره چمتو شوي نه دي چې ورته یې امر شوی وو. د ماموریت لومړۍ برخه چې له ښارونو او سترو تأسیساتو څخه ساتنه وه، ډیر ژر په مخامخ او جبهه یي جګړې بدله شوه. د شوروي احتیاطي سرتیري چې د مداخلې لومړي ټولکی ول دیر ژر بیرته وایستل شول او پر ځای یی بشپړ جنګی قطعات واستول شول ترڅو د افغانستان له منظمو قطعاتو سره د یاغیانو پر ضد وجنګیږي. مقابل لوري «افغان مقاومت» د چریکي جګړې لاره ونیوله. په عین وخت کې د افغانستان له پوځ څخه د سرتیرو تیښتو پر « افغان ملګرو» باندی د شوروي د پوحيانو بې اعتمادی زیاته کړه. د شوروي ځواکونو ډیری وخت د جګړی په ډګر کې د یواځیتوب او پردیتوب احساس کاوه.

له بلې خوا د شوروي پوځونه د عمل په دګر کې د خپل رسمي ماموریت خلاف حقایقو سره مخامخ شول.  هغوی ته  وویل شوي ؤ چې افغانستان ته په دې هدف استول شوي ترڅو د اشرارو له حملو څخه ملکي وګړي وساتي. خو په عمل کې هغوی ډیری وخت له ځایي ولسي وګړو سره مخامخ شول. روسانو هم ملکې کسان له دې ویرې چې کواکې هغوی اشرار دي ووژل.

پوځي کارپوهان وایي چې هغه وخت د شوروي د سور پوځ نوم او شهرت ډیر اوچت ؤ خو په هغو وسلو سمبال نه ول چې د چریکي حملو مخه ونیسي. هغوې په سترو عملیاتو کی ډیرې مرګ ژوبلې وځغملې او روحیه یې کمزورې شوه.
 
د شوروي د اتحاد وروستي ولسمشر، میخایل ګوربه چوف، د خپل هیواد د پوځونو جګړه د هندوکش د غرو په لمن  کې د «ناسور ټپ» وګاڼه او پریکړه یې وکړه چې د « ټپ» د درملنی لپاره لاره پیدا کړي.  هغه د 1989 کال د فبروری په میاشت کې خپل پوځونه له افغانستان څخه وایستل.

د افغانستان جګړې د شوروي اتحاد په کورني سیاست باندی سخته اغیزه وکړه. ویل کیږي چې دغې جګړې د شوروي د کمونست ګوند د واکمنۍ په غیر قانوني کولو کې یو مهم  نقش درلود. د شوروی پوځ په دې نامه چې د «تیري کونکي» نوم پرې کیښودل شو، خپل معنویات له لاسه ورکړل. د شوروی مشهور ناراضي او د بشری حقونو مبارز، اندری سخاروف، په ښکاره توګه  په افغانستان کې د شوروی پوځونو جنایات وغندل.

د افغانو لپاره غمیزه

ډیری افغانان د پخواني شوروي د قواوو راتګ د افغانانو د بدبختیو پيلامه بولي. له دغه یرغل سره د افغانستان جګړې نړیوال اړخونه پیدا کړل. افغانستان د لویدیځ او ختیځ تر منځ  د سړې جګړې  په اور بدل شو. هغه یو اور چې د افغانستان ټولنیز او سیاسي جوړښتونه یې په خپلو لمبو وسوځول.

که څه هم د شورویانو د پوځي مداخلې په هکله د افغانستان د سیاسي کړیو ترمنځ اختلافې نظر موجود دی، خو په یو ټکي کې ټول سره یو دي. هغه دا چې دې مداخلې افغانان سره دوه ټوټې کړل او په اور کې یواځي «افغانستان او افغانان» تباه شول چې تر نن ورځي پورې  لږ تر لږه هغه افغانستان بیرته نه دی جوړ شوی چې د ثور د کودتا او د شوروي د پوځي مداخلې څخه مخکی ؤ.

آژانسونه /  عبدالباری حکیم
کتونکی: مسعود جهش