1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شيعه مذهبو د شخصي احوال د قانون په وړاندې د ميرمنو لاريون

۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه

نن د وري يا حمل 26 په لس هاوه تنې ميرمنې په كابل كې د شيعه مذهبو د يوې لويې مدرسې په وړاندې چې د خاتم النبيين په نوم ياديږي او شيعه مذهبي مشر شيخ آصف محسني پورې تړاو لري راټولې شوې وې.

https://p.dw.com/p/HXbb
انځور: AP

او د شيعه مذهبو د شخصيه احوال د قانون د تصويبيدو په وړاندې يي اعتراضيه غونډه وكړه .

كله چې اعتراض كوونكي ميرمنې له ځينو شعارونو سره ټاكل شوې سيمې ته ورسيدې د خاتم النبيين د مدرسې له ننې څخه په سل هاوه تنه نارينه بهر راووتل او د اعتراض كوونكو ښځو په وړاندې يې د شعارونو په وركولو پيل وكړ .

له مدرسې څخه راووتي نارينه و د شيعه مذهبو د شخصي احوال د قانون په پلوي شعارونه وركول او په لنډه شيبه كې شعارونه په كنځلو او د فحش په وركولو بدلې شوې او يو شمير د امريكې او اسراييلو پر ضد شعارونه هم وركول .

ګڼ شمير نارينه و هڅې كولې چې په اعتراض كوونكو ميرمنو فزيكې بريد هم وكړي چې د دوى دغه هڅې د پوليسو د امنيتي كړيو په جوړيدو سره ناكامې شوې . خو بيا هم اعتراض كوونكي ميرمنې دې ته اړ شوې چې د مدرسې له مخې څخه د پوليسو په مرسته د دارلامان واټ ته ووتې او د ملي شورى تر ودانۍ پورې يې د شعارونو په وركولو سره په لاريون لاس پورې كړ . د شيعه مذهبو د شخصي احوال د قانون په وړاندې د اعتراض كوونكو ميرمنو يوې تنې برخه والې ميرمن شينكۍ كړوخيل د دغې غونډې او لاريون په هكله وويلې چې : مونږ د شيعه مذهبو د شخصي احوال په قانون كې د تعديل غوښتونكي يو . اعتراض كوونكي په خپلو شعارونو كې ويل چې : مونږ په قانون كې مساوات غواړو ، عدالت غواړو ، تبعيض نه غواړو ، پارلمان عدالت –برابري او ځينې نور قانوني شعارونه .

د اعتراض كوونكو ميرمنو يوه بله تنه برخه واله ميرمن حليمه حسيني د ويچه ويلې ته داسې وويلې : مونږ له ټول قانون سره مخالفت نلرو خو د شيعه مذهبو د شخصي احوال په قانون كې يو شمير غير ضروري مادې تصويب شوي ، مونږ د اساسي قانون له مخې حق لرو چې دغه قانون ولرو خو ځنې مادې دي چې د ښځو حقونه يې تر پښو لاندې كړي د بيلګې په توګه په 132 ماده كې راغلي چې ميرمنه مجبوره ده چې د نارينه لپاره سينګار وكړي .

ميرمن حليمه حسيني د دوى د غونډې په وړاندې د نارينه و د غبرګون په هكله وويلې چې : زه نه پوهيږم چې دغه نارينه چې دلته راټول شوي او د محسني محصلين دي ولې زمونږ د سوله ايزې غونډې په وړانې غواړي تاوتريخوالى وكړي دا يو ناسم چلند دى . محسني بايد لمړى د قانو ن له منځ پانګې څخه خپل پلويان خبر كړي حال داچې دوى تر اوسه په دې نه دي خبر چې په دې قانون كې كومې مادې تصويب شويدي .

د شيعه مذهبو د شخصي احوال د قانون په وړاندې د اعتراض كوونكو ښځو غونډه اولاريو ن د ملي شورى مخې ته د يو پريكړه ليك په صادرولو سره پاى ته ورسيده . د پريكړه ليك په دريمه ماده كې راغلي چې د شيعه مذهبو د شخصيه احوال قانون د اساسي قانون له 22 ، 24 او 54 مادو سره په ټكر كې ده او د ښځو بشري كرامت ته درناوى نه دى شوى . مونږ غواړو چې د دغه قانون په بيا كتنې او اصلاح كې بيړه وشي .

د يادونې وړ ده چې د شيعه مذهبو د شخصي احوال قانون څه موده د مخه د ملي شورى له خوا تصويب او د ولسمشرلخوا لاسليك شو خو په نوموړي قانون كې د ښځو د حقونو پرخلاف د ځينو مادو د شته والي له امله دغه قانون د ننه په افغانستان او له افغانستان څخه بهر د بشري حقونود سازمانونو ، مدني ټولنو او د ښځو د فعالينو له غبرګون سره مخامخ شو او په پايله كې ولسمشر د نوموړي قانون د بيا كتنې حكم صادر كړ.

بری پال
کتونکی: يحيی وردک