1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د شيکاگو کنفرانس دې له افغانستان سره قوي ژمنه وکړي»

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه

ملگرو ملتونو د شيکاگو د کنفرانس پر گډون والو ږغ کړی دئ چې د افغانستان سره دې په لوړه کچه او په معينه توگه د مالي مرستو ژمنه اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/14ylL
انځور: dapd

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي جان کوبز دغه څرگندونې په کابل کې د جمعې په ورځ د اسوشيېټډ پرېس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې کړي دي.

کوبز ويلي دي چې د افغانستان امنيتي ځواکونه به په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته زیاتو اقتصادي مرستو ته اړتيا ولري. د نوموړي په وينا نړیواله ټولنه بايد افغانستان بيا يوازي پرې نه ږدي. هغه زياته کړې ده چي بايد د دې مخنه ونیول سي چې افغانستان يو ځل بيا د نړیوالې ترهگرې مرکز وگرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ په شيکاگو کي د ناټو په مشرې یو کنفرانس جوړيږي، د کوبز په وینا چې د شيکاگو د کنفرانس ټول گډون وال که هغه هر څوک هم دي بايد چې په افغانستان کې د تيرو لسو کلونو پانگونه په اوبو لاهو نه کړي. د نوموړي په وينا د افغانستان له پاره په تيرو کلونو کې د پيسو تر څنگ په زرگونه ژوندونه هم قرباني سوي دي چې بايد دغه قربانۍ بېځايه ولاړي نه سي.

کوبز زیاته کړې ده چې د شيکاگو په کنفرانس کې بايد گډون کوونکي او د ناټو غړي هيوادونه د سياسي شعارونو پر ځای ټاکلې اندازه مرستي اعلان کړي. د نوموړي په وينا په راتلونکو کلونو کې به افغان امنيتي ځواکونه هر کال ۴،۱ میليارده ډالرو ته اړتيا ولري. دا هغه اندازه پيسې دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی ئې هم غوښتنه کوي. کرزي په دې هکله ويلي ول چي د دغو لگښتونو پنځه سوه مليونه برخه به افغانستان په خپله برابروي خو پاتې برخه ئې بايد ورسره مرسته وسي. د افغان امنيتي ځواکونو د کلنيو مصارفو دغه اندازه د يوې ځانگړي ناستي په ترڅ کې لگول سوې وه چي پکښي ملگرو ملتونو هم گډون درلود.

افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو استازي زياته کړې ده چي د افغانستان سره اړينې مرستي کول د ټولو ښکيلو اړخونو په گټه ده. د هغه په وینا که چیرې مرستي ونه سي نو ښايي تېر بد حالت يو ځل بيا رامنځ ته سي چې په ستراتيژيکه توگه به د ټولو په تاوان وي.

کوبز به د شيکاگو په کنفرانس کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون ملگری وي. نوموړی به د جون په څوارلسمه نېټه په کابل کي د پلان سوي سيمه یيزو هيوادونو په غونډه کي هم گډون ولري. هغه په خپله مرکه کي زیاته کړې ده چې د افغانستان کړکېچ د گاونډیو هیوادونو د مرستې پرته نه شي هواریدای.

کوبز په خپله مرکه کې زیاته کړې چې بان کي مون به د شيکاگو په کنفرانس کې يو ځل بيا د ملگرو ملتونو دا ژمنه تکرار کړي چې په افغانستان کې به خپلو پروژو ته دوام ورکوي.

آژانسونه/ احمد ولي اچکزی
کتونکی: سید ریاض