1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شټاين ماير او ميرکل ټلويزيوني مناظره

۱۳۸۸ شهریور ۲۳, دوشنبه

د آلمان د فدرالي شورا لپاره د انتخاباتي مبارزي په لومړي لوړ پړاو کي د مسيحي ديموکرات د ګوند کانديده، لومړي وزيره انګيلا ميرکل او د هغي سيال د سوسيال ديموکرات د ګوند له خوا کانديد، فرانک والټر شټاين ماير...

https://p.dw.com/p/JeUX
د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير او لومړۍ وزيره انګيلا مير کل
د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير او لومړۍ وزيره انګيلا مير کلانځور: AP

په يوه تلويزوني مناظره کي د يو بل پر خلاف له سياسي ګذارونو څخه تر زياتي کچي ډه ډه وکړه.

دواړو د خپل ستر ايتلافي حکومت له لاس ته راوړونو څخه دفاع وکړه او د ټاکنو څخه وروسته د دې ايتلاف دوام يي هم له امکان څخه ليري ونه ګاڼه. يواځي د ماليي او مالي سياستونو په برخه کي د دغو دواړو سيالانو تر منځ شخړه ایز بحث رامنځ ته شو.

ميرکل د خپل مسیحي ديموکرات د ګوند د ماليي د کمولو له ژمني څخه دفاع وکړه، حال دا چي شټاين ماير د ډيرو زياتو دولتي پورونو له امله د داسي ژمنو په هکله شک او ترديد څرګند کړ.

همدا راز د اتمي انرژۍ د سياست په هکله هم د هغوی ترمنځ اختلاف نظر ؤ. د يوي عامه نظر پوښتني له مخي په دغي تلويزوني مناظري کي په څرګنده توګه ښکاره نه شوه چي کوم يو کانديد به په پارلماني ټاکنو بريالي شي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل