1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د شپې عملياتو د ترسره کولو وړتيا نه لرو"

۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په لومړي وار اعتراف وکړ چي د شپې له خوا عملياتو د تر سره کولو وړتيا نه لري. له دغو عملياتو سره افغان حکومت او ملکي وگړي مخالفت کوي، خو ايساف ئې پر دوام ټينگار کوي.

https://p.dw.com/p/13nxj
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويان جنرال ظاهر عظيمي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويان جنرال ظاهر عظيميانځور: AP

ايساف وايي د شپې له خوا عمليات د ياغيانو د ځپلو له پاره ډير مهم دي خو افغان حکومت ئې د ځان او خلکو تر منځ د جنجال سبب بولي.

جمهور رئيس کرزي په تيرو دوو کلونو کي په وار ورا له خپلو غربي متحدينو څخه غوښتي دي چي د شپې عمليات بند کړي خو ايساف له خپل زاړه دريځ څخه نه اوړي.

اوس د ملي دفاع وزارت هم اعتراف کوي چي دوی په شته امکاناتو او موجوده وړتيا باندي نشي کولای چي د شپې عمليات تر سره کړي. ځکه نه ورسره په تاريکه کښي د ليدلو وسايل شته، او نه هم کافي څرخي الوتکي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي چي پر دې کار روان دي چي دا عمليات په بشپړ ډول افغاني شي خو دا نشي ويلای چي دوی به کله دا وړتيا ولري.

«موږ تر اوسه ستونزي لرو، زموږ په هوايي قواوو کي دا وړتيا نشته چي د شپې له خوا پروازونه وکړي، او هغسي وسايل هم نه لرو چي يو هدف له استخباراتي اړه وڅېړو.»

په تيرو څو کلونو کي که څه هم د شپې له خوا عمليات تر يوه حده ګټورثابت شوي دي خو بيا ئې هم په ځينو سيمو کي د ولسونو حساسيتونه را پارولي دي.

ايساف وايي چي دوی هيڅ کله هم په اوس وخت کي د شپې عمليات د افغان ځواکونو له همکارۍ پرته نه تر سره کوي او که د عملياتو مشري د دوی په لاس کي وي خو د کورونو تلاشي افغان ځواکونه کوي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي دغه راز وايي چي تير کال ته په کتو سره په روان کال کي د دښمن د ډيري قوي جګړې وړاندوينه نه شي کولای، ځکه د نوموړي په وينا په همدي کال کي د مخالفينو په زرګونو کليدي غړي يا وژل شوي او يا هم نيول سوي دي.

د روان کال له پاره د افغان پوځ وړاندوينه دا ده چي که له يوه لوري د دښمن په وړاندي به عمليات دوام ولري له بل لوري به له هغوی سره د سياسي ډيالوګ په برخه کي تر سره کيدونکي ګامونه وکولاي شي چي په حالاتو کي تغير راسي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل