1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شپې عمليات د افغانانو د کرکي عامل گرځېدلي

۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبه

يو امريکايي څيړنيز ګروپ د دوشنبې په ورځ په خپل يو راپور کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو له خوا د شپې چاپې په افغانانو کي د کرکي لامل ګرځيدلي، او دا د جګړې د ډګر د هر رنګه لاسته راوړلو د ضعيفيدو باعث سوي.

https://p.dw.com/p/12bme
په افغانستان کي د شپې عمليات
په افغانستان کي د شپې عملياتانځور: AP

نيويارک ميشت دغه څيړنيز ګروپ په خپل راپور کي ويلي دي، چي د افغان دولت له خوا تر دې شکايت وروسته چي، د شپې له خوا په چاپو کي د افغان ملکي وګړو سره سم چلند نه کيږي، د ناټو او امريکايي ځواکونو له خوا د دغه ډول چاپو په پلي کولو کي ښه پرمختګ سوی، د ملکي وګړو مرګ ژوبله راټيټه سوې او د دغه عملياتو لاسته راوړني هم ښي سوي.

 

دغه راپور زياتوي، که څه هم چي د شپي له خوا چاپي په ښه توګه تر سره سوي. خو د افغانانو په زړونو کي د کرکي او بې باورۍ سبب ګرځيدلي.

 

عادي افغانان د ناتوانۍ احساس کوي او هغوی په دې پوهيږي، يو تن چي يونيفورم يي پر غاړه وي هر وخت کولاي سي د دوی کور تالاشي کړي.

 

افغان دولت چي د دغه چاپو په کنترولولو کي لږ برخه لري، په وار وار د نړيوالي ځواکونو څخه د شپې له خوا د چاپو د راټيټولو غوښتنه کړې، او ويلي يې دي چي دغه چاپي د پخلايني د پروسې هڅي هم تر پوښتني لاندي راولي.

 

افغان ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو او مرکو کي د نړيوالو ځواکونو له خوا د شپې تلاشۍ په کلکه غندلي. د شپي له خوا په چاپو يا عملياتو کي د سرتيرو يوه کوچنۍ ډله کورته ورننوزي، د هغوی کور او خلک تالاشي کوي.

 

دغه رپورټ د ناټو له خوا د ورکړل سوو ارقامو پر اساس وړاندي کاږي، چي نړيوالو ځواکونو د ۲۰۱۰م کال د ډسمبر د مياشتي څخه تر د ۲۰۱۱م کال د فبروري تر مياشتي پوري په اوسطه توګه هره شپه  ۱۹ چاپي تر سره کړي دي.

 

رپورټ زياتوي: « د شپې له خوا عملياتو په سر شکايتونو د افغانستان او نړيوالي ټولني په خاصه توګه د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ اړيکي خرابي کړي. او د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو په اړه يي خبري پيچلي کړي.»

 

په کابل کي د ناټو ځواکونو وياند ويلي دي، چي د شپې له خوا عمليات د افغان ځواکونو سره په ګډه او د افغان دولت په تايد تر سره کيږي. هغه زياته کړې چي د دغه تکتيک ادامه د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره يو مؤثره لاره ده.

 

په کابل کي د ناټو ځواکونو وياند، جيمي کومينګز، ويلي: « د شپي له خوا عمليات پر دښمن د فشار راوړلو لپاره مؤثره ميتود دی، ځکه چي دا بي ګناه ملکي وګړي د ډير لږ خطر سره مخ کوي.»

 

د هغه په وينا د شپې له خوا عمليات ۸۵ سلنه پرته له ډزو تر سره کيږي، چي دا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي يوه سلنه جوړوي.

 

هغه ويلي دي، چي د ناټو ځواکونه دغه راپور څيړي او هغه سپارښتني چي د دوی په عملياتو کي ښه والی راولي د پلي کولو کوښښ به وکړي.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل