1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شیکاگو غونډه د افغان مطبوعاتو مهمه موضوع

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د کابل د نن ورځ چاپ شوي ډیری ورځپاڼو په شیکاګو کې د افغانستان په اړه د ناټو د سرمشریزي او همدا راز له المان سره د افغانستان د ستراتیژیک سند په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/14ybt
انځور: dapd

له دغې ډلې د ویسا په نامه نا حکومتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د شیکاګو غونډه او پایلې ئي دواړه د افغانستان د راتلونکي له پاره ډير ارزښت لري.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغان اردو اوږد مهالی تمویل او له افغانستان سره د ناټو د همکاریو پر ډول باندې بحثونه او پریکړې د دغې غونډې مهمې موضوع ګاني دي.

ویسا لیکي، د ناټو تړون غړي هیوادونه باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او مشرتابه ئې باید ذهني او عیني حالاتو ته په کتو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه پریکړي وکړي.

په همدې حال کې ورځپاڼه پر افغان دولت غږ کوي چې له یوه جامع او هر اړخیز پلان سره غونډه کي حضور پيدا کړي تر څو وکړای شي چې د افغان حکومت اوافغانانو ریښتیني غوښتني د هغوی تر غوږونو پوري ورسولای شي.

ټاکل شوې ده چې د شیکاګو غونډه به د مې د میاشتې پر ۲۰ او ۲۱مه نیټه د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون جوړه شي. ولسمشر کرزی تیر ورځ په دغه غونډه کې د ګډون له پاره د متحده ایالاتو پر لور خوځیدلی دئ.

په ورته وخت کې د ارادي ورځپاڼې هم همدا مسله را اخیستي او لیکي چې د ناټو مشرتابه غواړي له افغانستان څخه د وتلو مهال ویش سل په سلو کې یقیني کړي او دغلته خپل خونړی ماموریت پای ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ناټو غړي هیوادونه نور په افغانستان کې د سر او مال د زیان د منلو توان نه لري او هغوی نه غواړي چې په فساد ککړ حکومت د ساتلو له پاره قرباني ورکړي.

د ارادي لیکوال کاږي چې افغان دولت ته په کار وه چې په تیرو لسو کلونو کې یوه داسي سمه اداره رامنځ ته کړي چې خلکو ته د منلو وړ وي خو بر عکس هر څه یو له بله بیل شول، خلک له حکومت څخه او حکومت له خلکو څخه واټن واخیست او په دې سره د دولت مخالفینو ته طلایي چانس په لاس ورغی تر څو له ولسونو څخه د انساني سپر او مدافع ځواک په توګه کار واخلي او خپل شوم عقاید په بي ګناه افغانانو چې له څو لسیزو جګړو ستومانه شوي وو وتپي.

همدا راز له کابل څخه بلې خپریدونکې ورځپاڼې ملي باور هم په همدې مسله لیکني خپرې کړي دي.

ورځپاڼې د ناټو په سرمشریزه کې د افغان ځواکونو د مالي امکاناتو مسله را اخیستي او تحلیل کړي ئې ده.

ملي باور وایي چې د ناټو غړي هیوادونه پلان لري چې د افغان ځواکونو د تجهیز مسله په جدي توګه وڅیړي او باید دغه مرستې په هر قیمت چې وي افغان دولت ته چمتو کړای شي.

ملي باور وایې د دغو مرستو غټه اندازه باید امریکا پر غاړه واخلي ځکه امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان دولت نزدي ملګری او افغان حکومت هم پرې حساب کوي.

په ورته وخت کې د انیس او آرمان ورځپاڼو د شیکاګو د غونډي په اړه په لیکنو سربیره له المان سره د افغانستان پر اوږد مهالو مرستو بحث کړی دئ.

ورځپاڼه لیکي چې افغان دولت د المان په مرستو حساب کوي او المان تل له افغانستان سره مرستې کړي دي.

انیس لیکي له المان سره د افغانستان د اوږد مهالو مرستو قرار داد دا ښيي چې دا هیواد له افغانستان سره مرستو ته لیواله دئ او نه غواړي دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله واوړي.

میرویس جلالزی / کابل
کتونکی: سید ریاض