1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د صدارت په نامه اداره جوړيدل که د انتخاباتي مبارزې نوی تاکتيک

د اولسمشريزه ټاکنو په درشل کې تل نوې نوې او تازه موضوعگانې رامنځ ته او مطرح کيږي. له دې ډلې څخه د صدارت يا اجرائيه رياست په نامه د ېوې ادارې جوړېدنه ده...

https://p.dw.com/p/I2E0
څوان ژورناليست سنجر سهيل
څوان ژورناليست سنجر سهيلانځور: Sanjar Sohail

داچي داپه ريشتيا هم د يوې ادارې جوړيدل يا په اداري چارو کي د سمون راوستل دي او که نوي انتخاباتي تاکتيکونه، ددې موضوع مو په اړه مو کابل کي د ځوان ژورناليست او د 8 صبح ورځپاڼي د امتياز د څښتن سنجرسهيل نظر و پوښت.

دويچه ويلي: په دې وروستيو کې سر بيره د صدارت يا اجراييه ادارې د څلورو کمسيونونو د جوړېدنې موضوع، د کوم له مخې چې ويل کيږي حکومت غواړي کابينه په څلور ډلو وويشي، چې په اړوند يې له څلورو کسانو څخه نومونه اخيستل کيږي، يعنی ښاغلي خليل زاد، عبدالله عبدالله، احمدزې او جلالي.ستاسي په نظر به دا ټول ترکومه ځايه پورې د انتخاباتي مبارزو تکتيکونه وي او تر کومه ځايه پورې واقعيت؟

سهيل:له کومو څلورو کمسينونو څخه چې تاسې يادون وکړ، اصلا د افغانستان په حکومت کې د اجرائيه پست د جوړېدنې يوه برخه ده. چې البته امريکا ته د حامد کرزي له تگ او هلته له خليل زاد سره تر کتنې وروسته د خلکو په خولو کې پرته ده.

تاسې خبرياست تر کومه وخته پورې چې د حامد کرزي او خليل زاد د خبرو اترو متن نه وو خپورشوی، حکومت له داسې کوم څه څخه منکرېده. اوس يې په دې خبره باندې اقرار کړی او ياد شوي څلور کمسيونونه د دې پروگرام يوه برخه دي. دا څلور کمسيونونه به د اجرائيه رئيس تر اداره لاندې کار کوي.

دويچه ويلي:اوس دا آوازې هم شته چې وايي، وروسته له دې څخه به د لومړي وزارت څوکۍ نه وي، بلکه کابينه به په څلورو ډلو يا کمسيونون به ويشل کيږي او هره ډله به بيا پياوړي مشران ولري چې د خپلې ډلې اړوند وزارتونه به اداره کوي.

خپله پوښتنه بيا تکراروم، يعنې تر کومې اندازې پورې دا طرحې او پلانونه د عملي کېدلو جوگه دي، او يا دا چې دا به ټولې په انتخاباتي مبارزو کې هسې لوبې وي، چې وکولی شي خپل سيالان ځان ته ورواړوي؟

سهيل: هو، کله چې څلور کمسيونونه جوړشي، نو داسې ويل کيږي چې د کمسيونونو مشران به وي اشرف غني احمد زی، عبدالله عبدالله، انورالحق احدي او جلالي او بيا د دوی ټولو مشر يعنی اجرائيه رئيس به خليل زاد وي. له بله پلوه وينو چې حامد کرزي د خپلو انتخاباتي مبارزو په لړ کې له نوموړو کسانو سره ليدنې کتنې کړې او دې ته يې هڅولي دي، چې ورسره له سيالۍ څخه لاس واخلي او راشي په دې څلورو څوکيو د ده له څنگه کار وکوي.

دويچه ويلي: بله پوښتنه دا ده سهيل صاحبه چې ښاغلي غني احمدزی، عبدالله عبدالله، احدي، جلالي دوی ټول مخکې هم د يوې کابينې او حکومت غړي وو او هيڅ کار يې سر ته نه دئ رسولی، نو دا ځل به د دې حکومتي تجربه لرونکو کسانو په راتگ سره کوم بدلون راشي؟

سهيل: البته له يوه پلوه دا ډېر گټور کار دئ، چې زموږ سياسمتدارانو له تېرو اوو کالونو څخه ښې تجربې حاصل کړې، او نه ښايي هغه سهوې او غلطۍ بېرته تکرار کړي. هيله ده چې دوی له خپلو کړو وړو څخه عبرت اخيستی وي او اوس هغه اعمال اصلاح او له نوو مفکورو او پلانونو سره راشي او يوه سلسله اصلاحات او سمښتونه راولي.