1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او داعش تر منځ جګړې شپږ تنه ووژل

آژانسونه۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د طالبانو او اسلامي دولت جنګیالیو تر منځ د یوې نښتې په پایله کې د افغانستان په ختیځ کې شپږ تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1Hu0W
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

دغه نښته د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې رامنځ ته شوې ده، چیرې چې د تروريستي ډلي اسلامي دولت پلویان د افغانستان د نورو برخو په پرتله ډیر حضور لري.

د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقيوال، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د دواړو یاغي ډلو تر منځ د نښتې په پایله کې د طالبانو یو جنګیالی او د داعش پنځه تنه غړي وژل شوي دي.»

د اسلامي دولت ترهګره ډله د افغانستان د نورو برخو په پرتله په ننګرهار ولایت کې ډیر حضور لري. طالبان چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونه ممنوع بولي، تل د دې ډلې له غړو سره په نښتو کې ښکیلیږي.

مشرقيوال زیاته کړې ده چې د داعش او طالبانو د پلویانو تر منځ وخت نا وخت په داسې سیمو کې نښتې رامنځ ته کیږي چې افغان امنیتي ځواکونه پکښې حضور نه لري.

تر دې مخکې «اسلامي دولت» ډلې چې په افغانستان د داعش په نوم شهرت لري، په ننګرهار ولایت کې یوه ګرځنده راډیو هم فعاله کړې وه چې پکښې به یې د طالبانو او افغان حکومت پر ضد تبلیغ کاوه. دغه راډیو بیا د ایتلافي ځواکونو په یوه برید کې له منځه ولاړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب