1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو اته کاله وروسته هم برياليتوبونه او لاسته راوړني وجود نلري

۱۳۸۸ آذر ۵, پنجشنبه

په کابل کښي د آيساف د مرکزي قراراګاه څخه اوريدل کيږي ، چه «موږ ټول په دغه وضع کي شريک يو...

https://p.dw.com/p/KguS
د آيساف الماني عسکرو دپاره خاصتأ په کندوز کښي چه تقريبأ 1000 عسکره ځای پر ځای دی، وضع خطرناکه ده.
د آيساف الماني عسکرو دپاره خاصتأ په کندوز کښي چه تقريبأ 1000 عسکره ځای پر ځای دی، وضع خطرناکه ده.انځور: AP

د قدرت څخه د طالبانو تر ايسته کيدلو اته کاله وروسته بيا هم ډير برياليتوبونه او لاسته راوړني وجودنلري . هغه د افغانستان پر شمال هم دلالت کوي ، چه د الماني پوځ د کنټرول ساحه ده.

په کابل کښي د آيساف د مرکزي قراراګاه څخه اوريدل کيږي ، چه «موږ ټول په دغه وضع کي شريک يو » . خو دغه خبره بيا د مزار شريف د قراراګاه دپاره لږ صدق کوي ، چيري چه د 4500 الماني عسکرو اکثريت ځای پر ځای دي .

د آيساف الماني عسکرو دپاره خاصتأ په کندوز کښي چه تقريبأ 1000 عسکره ځای پر ځای دی، وضع خطرناکه ده . هلته جنګو او تشدد زور اخيستی دی.په کندوز کښي د يوې ټولۍ الماني قوماندان په دوبي کښي د مخالفينو په باب داسي ويلي وه:

«دا داسي دښمن دی ،چه مخفي او د شا د خوا حمله کوي ، زموږ د ټولو خاليګاوو څخه استفاده کوي ، هغه خاليګاوي چه دوی يې پيژني . او دی لکه پيری ورکيږي ، څوک هغه نه ويني . »

ياغيان په تکرار سره د الماني پوځ پر قطارو او ګزمو باندي په نوو ميتودو ، نوو وسلو او راکټانو باندي حملې کوي . يوازي په کندوس کي د کال د شروع څخه 60 حملې تر سره سوي دي ، او که څه هم داد جنوب په مقايسه ډيري ندي ، خو هغه ځای چه پخوا آرام ؤ ، دغه بريدونه ډير زيات دي. يو دليل شايد د کندوس د لاري د ناټو د اکمالاتو رسول وي . ددغو اکمالاتو درسولو مسؤل د آيساف الماني جنرال اِريش انتوني پدې اړه وايي:

«د ياغيانو څخه به دا پټه نه وي ، چه اکمالات ددغي لاري رسول کيږي ، او پدې خاطر کيدای سي دا ددوی د حملو يو هدف وي . خو يو بل دليل هم دا کيدلای سي چه څنګه چه په نورو سيمو کښي ياغيان تر ډير فشار لاندي دي ، غواړي په هغو ځايو کښي ځانونه ښکاره کي ، چه ناټو هلته ضعيفه ده . او هغه ځای فعلأ کندوس دی .»

داچه د کندوز حالت د جنګي حالت سره شباهت لري ، ددغه کال د سپټامبر 4 ثابته کړل . هغه وخت طالبانو د تيلو دوه ټانکرونه وتښتول ، او آلماني قوماندان پر هغو باندي د هوايي حملو غوښتنه وکړل . په هغو کښي که څه هم بېګناه خلګ لږ تلف سول ، خو بيا هم ډير خلګ ووژل سول ، چه په هغو کښي ملکي خلګ هم وه .

پداسي حال کښي چه په افغانانو کښي هم د خارجي قواوو سره ډير مخالفت موجود ندی ، د جنوري په نيمايي کښي به کندوس ته نور 120 عسکر وليږل سي ، تر څو په جدي حالت کښي د ياغيانو سره مقابله وکولای سي . چه دا پر توده ډبره باندي د اوبو يو څاڅکی دی .اټکل کيږي چه په نژدې راتلونکې کښي په کندوس کښي وضع آرامه نسي.

Matthay, Sabina/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل